طالبان وايي چې له متحده آيالاتو سره يې فاصله لنډه شوې
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۴, شنبه![Katar | Taliban | Friedensgespräche](https://static.dw.com/image/47879733_800.webp)
دواړه غاړې په قطر کې خپلو ليدنو ته دوام ورکوي. طالبان په دوحه کې سياسي دفتر لري. اسوشيتډ پريس ته د طالبانو د وياند له خوا په يوه استول شوي غږيز پيغام کې ويل شوي چې دواړو لورو په دوحه کې د متحده آيالاتو او ناټو ځواکونو د شمېر د راکمولو په مقصد نوي وړانديزونه هم کړي دي. دا به ښايي يو لومړی مهم ګام وي څو د افغانستان نزدې ۱۸ کلنې جګړې او د امريکا متحده آيالاتو تر ټولو اوږده پوځي ماموريت ته د پای ټکی کښېښودل شي. د متحده آيالاتو له خوا ګمارل شوي د سولې استازي، زلمي خليلزاد البته پر اوربند باندې ټينګار وکړ او د جمعې په ورځ يې په تويتر کې وليکل: «د دې وخت رارسېدلی دی چې وسلې پر ځمکې کښېښودل شي.» خو دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هر ډول اوربند رد کړی دی تر څو چې د متحده آيالاتو او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ايستل شوي نه وي.
APE / 0234 / EAP / ن. ص/ ش. ن