1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان ولي د چاریکار نوم بدلوي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

د طالبانو حکومت د پروان ولایت ځایې ادارې پرېکړه کړې ده چې د دغه ولایت د مرکز نوم «چاریکار» په امام ابوحنیفه واړوي. خو پوښتنه داده چې د سیمو نومولو او نوم بدلولو په اړه د پرېکړو واک له چا سره دی او ولي بايد دغه کار وشي؟

د افغانستان په نقشه کې د پروان ولایت
د افغانستان په نقشه کې د پروان ولایتانځور: DW

د طالبانو ادارې د پروان ځايي چارواکي وايي، د پروان د مرکز «چاریکار» نوم بدلولو وړاندیز ښاروالۍ کړی، چې د والي له خوا هم منظور شو. د دغه وړاندیز له مخې به، مرکز «چاریکار» ښار د «امام ابوحنیفه» په نوم یادېږي.

د پروان له پاره د طالبانو والي مولوي عبیدالله امین زاده وویل: «د ښار نوم بدلولو په برخه کې هم خلک دې هوکړې ته رسېدلي چې باید نوم بدل شي، ځکه چارېکار نه کوم فرهنګي نوم دی، نه علمي او نه هم تاریخي.»

خو حقوق پوهان وايي، د سیمو او لویو ښارونو د نومولو او نوم بدلولو په اړه پریکړو کې باید خلک شریک وي.

د انګلستان ادینبورګ پوهنتون کې افغان څېړونکي امان الله احمدزي دویچه ویله ته وویل: «په تاریخي او فرهنګي مواردو کې چې د خلکو او د یوې سیمې د ارزښتونو ښکارندويي کوي، لازمه نه ده چې چارواکي مداخله وکړي او د پارلمان مداخله هم فکر نه کوم چې په داسې مواردو کې اړینه وي.»

کارپوهان وايي، په ولسواکو نظامونو کې د پریکړو واک تل له خلکو سره وي، خو د افغانستان اوسني نظام له خلکو دا حق اخېستی.

په سیمو د نوم اېښودلو او یا هم نوم بدلولو په څېر مواردو کې د ښاروالیو قانون او ځايي لایحې د تطبیق وړ دي، خو امان الله احمدزي وویل، د طالبانو په حکومت کې د قوانینو په اړه وضاحت نشته.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړی دوره کې هم د ځینو تاریخي ځایونو نومونه بدل کړي وو، خو خلکو نه ول منلي. د بیلګې په توګه د کندهار د سرې جامعې په نوم د یوه جامع جومات نوم او رنګ دواړه یې په »شنه« اړولې وه، خو تر پایه خلکو »سره جامعه« بلله.

د ټولیزو رسنیو کاروونکو غبرګون

د پروان مرکز چاریکار نوم بدلولو ته د ټولیزو شبکو یوشمېر کاروونکو د طنز په ژبه هم غبرګون ښودلی.

د بیلګې په توګه د مرسل پکتیانۍ په نوم یوې فیسبوک کاروونکې پر خپله پاڼه لیکلي: »وایي د چاریکارو نوم یې په امام ابوحنیفه بدل کړ، زمونږ خلک MTN ته لا تراوسه هم اریبا وایي نو دغه لا چیرته مني.«

ځینو د امام ابوحنیفه شخصیت ته د درناوي له امله له دې پریکړې هرکلی کړی، خو د ټولیزو شبکو یوشمېر کاروونکي وايي پر سیمو ډېری اېښودل شوي نومونه تاریخي دي.

لیکوال او شنونکي غلام جیلاني ځواک په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «ښه به دا وی په چاريکار کې د امام اعظم رحمت الله په نوم کوم پوهنتون، مکتب يا کتابتون جوړ شوی وای، د چاريکار نوم د افغانستان د تاريخي هويت يوه برخه ده، بدلول يي نا سم کار او د افغان هويت سره جفا ده.»

نعمان بن ثابت چې په اسلامي او فقهي متنونو کې د امام ابوحنیفه په نوم مشهور دی، د حنفي فقهې او مسلک پیروانو امام دی.

د ځینو تاریخي روایانو پر بنسټ چې دغه امام د افغانستان په همدغه شمالي «چاریکار» ښار کې زېږېدلی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل