1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان ولې د اوربند په اړه د حکومت او نړېوالو غوښتنه نه مني؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

زلمي خلیل زاد افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د ناټو له اعلامیي ملاتړ کړی. د ناټو په دې اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو روان تاوتریخوالی د سولې په زیان دی. خو طالبان ولې اوربند ته غاړه نه ږدي؟


Der US-Sondergesandte für den Frieden in Afghanistan, Zalmay Khalilzad, spricht während einer Diskussionsrunde mit afghanischen Medien an der US-amerikanischen Botschaft in Kabul, Afghanistan
انځور: Reuters

د ناټو د ۳۰ هېوادونو د سفیرانو په ګډه اعلامیه کې چې پرون جمعه (د 2020 میلادي کال د اپریل ۲۴مه) خپره شوه، طالبان د تاوتریخوالي د دوام له امله ملامت بلل شوي. ناټو د سولې او ټیکاؤ لپاره اوربند اړین بولي. په اعلامیه کې د اوربند لپاره د زندانیانو د تبادلې بهیر د چټک کولو غوښتنه شوې.

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند په اړه د ناټو د اعلامیې هرکلی کړی او پر افغان مشرانو هیوادنیو ګټو ته د لومړیتوب ورکولو غږ کوي. نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه د ناټو اعلامیې ته په اشارې سره لیکلي:

«دوی (ناټو) د کوويد -۱۹ د خپریدو د سمبالښت په خاطر د بشري چارو لپاره د یو اوربند پر اړتیا ټینګار وکړ، له طالبانو یې وغوښتل چې اورکم وکړي، له افغان حکومت نه یې وغوښتل چې سیاسي کړکیچ ختم کړي، او ويې ویل چې ټولې خواوې باید د بندیانو د خلاصون لپاره نور هم چټک وخوځیږي.»

د ناټو د اوربند غوښتنې سره همهاله د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک راوروسته طالبانو په سلهاوو برېدونه کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبې (د 2020 میلادي کال د اپریل 25مه) ویلي طالبان سولې ته هیڅ ډول ژمنتیا نه لري. ده پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

«طالبانو د فبروري له ۲۹مې یعني د سولې هوکړه لیک له لاسلیک څخه بیا د اپریل تر ۲۰مې نیټي، په ټول افغانستان کې ۲۸۰۴ ترهګریز برېدونه کړي چې په منځنۍ کچه د ورځې ۵۵ برېدونه کیږي.»

جاوید فیصل زیاتوي چې طالبانو په دې موده کې ۷۸۹ ولسي وګړي مړه او ټپیان کړي.

د ښاغلي فیصل پروینا افغان حکومت د روژې میاشتې د تقدس په موخه له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه، خو هغوی ددې غوښتنې په ردولو سره د روژې په لومړی شپه هم د افغان مسلمانانو وینه توی کړه.

طالبان ولې د اوربند غوښتنه ردوي؟

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي یوازې امریکا سره د لاسلیک شوي د سولي هوکړه لیک په پلې کېدو سره سولې او اوربند ته رسېدای شو.

لیکوال او ژورنالیست ولي الله شاهین چې د سولې خبرې له نیږدې څاري دویچه ویله ته وویل، داسې ښکاري چې امریکا طالبانو سره لاسلیک شوي هوکړه لیک ته په ژمنتیا کې پاتې راغلې.

«طالبان غواړي چې افغان حکومت سره هم له امریکا سره د سولي تړون لاسلیک ته ورته مراحل عملي کړي، تاسو ولیدل چې د هغه هوکړه لیک له لاسلیک څخه مخکې طالبانو اورکم وکړ، له تړون وروسته اړینه وه چې باید د طالبانو ۵ زره زندانیان خوشې شوي وای، خو په دې خبره نه امریکا عمل وکړ او نه هم افغان حکومت.»

ښاغلی شاهین زیاتوي چې طالبانو سره د اوربند موضوع باید په بین الافغاني خبرو کې مطرح شي.

د ولي الله شاهین پروینا افغان حکومت او امریکا د افغانانو خپل منځي خبرو په پيلولو کې ناکام دي.

خو د ځینو نورو کتونکو پر باور د طالبانو د تاوتریخوالي ډېرولو ستره موخه د افغانستان په راتلونکي نظام کې د لا ډیر واک ترلاسه کول دي.

سیاسي شنونکي عزیز ستانکزي دویچه ویله ته وویل، طالبان د جګړې په سختولو سره ښيي چې په نظام کې د ډېرې ونډې حقدار دي. ستانکزی زیاتوي:

«طالبان د حکومتي واک انحصار غواړي. دوی د پاکستان د فشار له امله اوربند ته غاړه نه ږدي او بله خبره داده چې قدرت غواړي او په تاوتریخوالي سره د خپل قدرت د لا ډیر ښودلو کوښښ کوي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي لاسلیک شوی هوکړه لیک په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره یو تاریخي فرصت بللی دی.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل