1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان ولې له دولتي مامورینو د عقايدو ازموینه اخلي؟

امید دیدار
۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبه

افغانستان کې د طالبانو حکومت له ټولو دولتي مامورینو د عقايدو ازموینې اخستل پیل کړي دي. یو شمېر دولتي مامورینو دویچه ویله ته وویل چې دغه شان اقدامات یو پر بل د بې باورۍ فضا ځواکمنه کولی شي؛ خو طالبان په دې اړه څه وايي؟

Afghanistan Herat nach Bombenexplosion
انځور: AFP

د طالبانو اداره چې افغانستان او بهر له ننګونو سره مخامخ ده او تر اوسه هېڅ هيواد له دې امله په رسمیت نه دی پېژندلی چې له بشري حقونو سرغړونه کوي او پر خلکو بېلابېل محدودیتونه لګوي، تازه يې پتېيلې ده چې له خپلو مامورینو د عقايدو ازموینه واخلي. ویل شوي، دغه ازموینه روانه اونۍ په مالیې وزارت کې اخستل شوې ده.

یو شمېر دولتي مامورینو چې غواړي نومونه او د دندو ځای یې مشخص نه شي دویچه ویله ته وويل، طالبان له ټولو دولتي مامورینو د عقايدو په نوم داسې ازموینه اخلي چې پوښتنې یې د دریم ټولګي په کتابونو کې لا ځواب شوي دي. دوی وايي، په دغو پوښتنو کې آن ډېر داسې لومړني مسایل مطرح شوي چې د عقیدې له مخې یې مسلمانان په کوچنیوالي کې لا زده کولی شي.

د طالبانو محدويتونو افغان مېرمني په غوسه کړي

د مالیې وزارت یوه مامور چې له پخواني جمهوریته په دغه وزارت کې کار کوي د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته د پوښتنو هغه نمونې هم رالېږلي، چې طالبان یې له مخې ازموینه اخلي. نوموړي وویل، طالبانو د مالیې وزارت ټولو معینیتونو ته مکتبونه لېږلي او پکې غوښتل شوي، چې له ټولو مامورینو دې دیني ازموینه واخستل شي.

دغه مامور وویل، که څه هم ظاهراً طالبان دا ازموینه له ټولو مامورینو اخلي؛ خو موخه یې یوازې د جمهوریت د وخت مامورین دي او دوی په دې کار سره ټولو پخوانیو مامورینو ته توهین کوي.

نوموړي وویل: «هغه پوښتنې کوي چې موږ په شپږ او اوه کلنۍ کې ویلي دي. د جمهوریت مخکني کارمندانو ته داسې فکر پيداشوی، چې ګویا دوی ملحدین دي. دوی د هرې پنجشنبې په ورځ د وزارت په مسجدونو کې له دولسو تر یوې بجې تقریر کوي او ټول کارمندان باید حاضر وي. دوی په تقریرونو کې د ایمان او اسلام خبرې کوي او مخکنیو مامورینو ته توهین امیزه خبرې هم کوي. دوی ته مخکني مامورین داسې ښکاري چې دوی په هېڅ اسلام نه دي خبر.»

نوموړي مامور وویل، د طالبانو د حکومت دغه کار غندنه کوي او پکار ده چې نور په دا ډول د پخوانیو مامورینو تحقیرول ودرول شي.

طالب عسکر د هرات ګازرګاه کې له چاودنې وروسته یو کس تلاشي کوي.انځور: AFP

د مالیې وزارت یوه بل مامور چې دغه ازموینه یې ورکړې، د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، په یوې مسلمانې ټولنې کې د خلکو د عقیدې مالومول د بې باورۍ فضا رامنځته کولو پرته بله مانا نه لري او دا چې له دې کار سره د ټولو مامورینو سپکاوي کېږي. نوموړي وویل چې طالبان دغه کار د تبلیغ او نورو لارو هم کولی شي؛ خو مخامخ د مامورینو د عقیدو مالومول دا ښکاره کوي چې طالبان د پخواني جمهوریت د وخت د مامورینو پر ایمان او عقایدو شکمن دي.

د ملگرو ملتونو استازې: افغانستان د بشري ناورین په درشل کې دی

خو د لوړو زده کړو وزارت له پاره د طالبانو د چارسمبالي حکومت ویاند مولوي احمد تقي دویچه ویله ته وویل چې په لوړو زده کړو وزارت کې د دعوت ارشاد په نوم ځانګړی ریاست ټولو پخوانیو او اوسنیو مامورینو ته په اونۍ کې یوه ورځ د ادارې، ولس سره چلن، راز ساتلو او نورو دیني موضوعاتو درس ورکوي.

ده وویل چې تېره اونۍ د دوی په وزارت کې له ټولو مامورینو دیني ازموینه واخستل شوه: «په تېره هفته کې له کارمندانو څخه دغه امتحان واخستل شو، چې په درېو میاشتو کې چې دوی ته بیانونه شوي، له هغې یې څه زده کړي دي. کوم تاثر دوی اخستی دی. کوم پرمختګ تاسې کړی دی. دغه شان امتحان اخستل شوی. سوالونه نه دي جوړ شوي، همداسې ورته ویل شوي، چې دوی له دې دیني درس څه زده کړي دي.»

خو کارپوهان وايي، د افغانستان په څېر مسلمانه ټولنه کې له لوستو حکومتي مامورینو د عقايدو ازموینه اخستل «بې معنی» کار دی او طالبان په لوی لاس د ملت او د دوی د حکومت تر منځ واټن زیاتوي. د اسلامي علومو د چارو شنونکي هاتف مختار دویچه ویله ته وویل: «زه په دې اند یم، چې داسې ازموینه هېڅ معنی نه لري. هغه کسان چې شل دېرش کاله کادر پاتې شوی، ته راځې د لمونځ امتحان ترې اخلې. دا ملت پرون هم مسلمان و نن هم دی، پرون یې هم په خدای ایمان و او نن یې هم دی. داسې موضوع مطرح کول د ملت او حکومت تر منځ واټن زیاتوي.»

په همدې حال کې دویچه ویله ته د ازموینو هغه پاڼې هم استول شوي، چې له مخې یې طالبان له دولتي مامورینو ازموینه اخلي. په دغو پاڼو کې د ایمان او عقیدې اړوند بېلابېلې پوښتنې او ځوابونه لیکل شوي او مامورینو ته ویل شوي دي چې د همدې سوالونو او ځوابونو له مخې طالبان له دوی ازموینه اخلي.

طالبانو د خپلې یو کلنې واکمنۍ په موده کې پر عامو خلکو او دولتي ښځینه او نارینه مامورینو «سخت» بندیزونه لګولي چې د همدې بندیزونو له امله د دغې ډلې حکومت په افغانستان او بهر کې له سختو ننګونو سره مخ دی او تر اوسه هېچا په رسمیت نه دي پېژندلي.

هرات: د امر بالمعروف ډله کې لومړنۍ ښځینه غړې

03:36

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل