1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان پاکستان ته: افغان کډوالو سره ناسم چلن مو اړيکي خرابوي

۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د پاکستان شارژدافیر ته ویلي چې که په پاکستان کې له افغان کډولو سره تاوترېخوالی پای ته ونه رسېږي د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکې ترېنګلي شي.

Pakistan Schwierigkeiten von afghanischen Flüchtlingen
انځور: DW/F. Khan

د طالبانو دغه وزارت د دوشنبه په ورځ د نومبر ۱۴مه نیټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند په اړه خبرې کړې دي.

حقاني ویلي چې که د پاکستاني پولیسو تاوتریخوالي له افغان کډوالو سره دوام وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکې ترینګلي شي.

خبرپانه کې راغلي چې د پاکستان د وېزو او په دې برخه کې افغانانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني بیا ویلي چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ویډوګانې لیدلي او هغه کړنې یې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره د دښمنانو کار بللی دی.

هغه ویلي چې د طالبانو د حکومت غوښتنې به له اسلام آباد سره شریکې کړي.

څو ورځې وړاندې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او وهل او ډبولو ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د افغانانو غوصه یې راپارولې ده.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب