1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان کې مو د افغانستان نمايندگي د سفیر سطحې ته لوړه کړه»

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ خرداد ۱۰, شنبه

د طالبانو حکومت د پاکستان له هغه اقدامه هرکلی کړی چې وايي په کابل کې ېې د سفارت ديپلوماتیک ماموریت سفير کچې ته لوړوي. د طالبانو خارجه وزارت ويلي دوی هم اسلام آباد کې د افغان سفارت د شارژدافیر کچه سفير سطحې ته لوړه کړې.

د اپریل په ۱۹مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډر څخه د کابل په هوايي ډګر کې د طالب چارواکو هرکلی
د طالبانو خارجه وزارت ويلي دوی هم اسلام آباد کې د افغان سفارت د شارژدافیر کچه سفير سطحې ته لوړه کړې.انځور: Pakistan's Ministry of Foreign Affairs/AFP

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د می ۳۰مه) وویل چې غواړي په کابل کې د خپل سفارت ماموریت د سفير سطحې ته لوړ کړي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان تر دغه اعلان څو ساعته وروسته له هغه هرکلی وکړ او ویلي یې دي چې دوی هم په اسلام آباد کې د افغان سفارت په تړاو ورته اقدام کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې چې پر اکس ېې خپره کړې، ويلي چې دوی هم په متقابل ډول «په اسلام آباد کې د افغان سفارت د شارژدافیر کچه د سفير سطحې ته لوړه کړې ده.»

نور ولولئ: د پاکستان ولسمشر د کوچنیانو د ودونو د منع کولو قانون لاسلیک کړ

دغه اعلامیه چې د دغه وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد تکل، پر اکس شبکه خپره کړې په یوه برخه کې ېې راغلي د کابل او اسلام آباد تر منځ دغه متقابل اقدامات «په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پراختيا ته لار اواروي.»

د طالبانو تر دغې اعلاميه څو ساعته مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحق ډار، اعلان وکړ چې غواړي په کابل کې د خپل سفارت ديپلوماتیک ماموریت د سفیر کچې ته لوړ کړي.

ډار دغه اعلان په داسې وخت کې کړی چې هغه یوه اوونۍ مخکې د طالبانو له خارجه وزیر امیرخان متقي سره په بیجنګ کې په یوه درې اړخیزه غونډه کې چې د چین خارجه وزیر هم په پکې حضور درلود، ولیدل. ډار تر دې مخکې په اپریل میاشت کې کابل ته هم سفر درلود.

نور ولولئ: ملا حسن د پاکستان له خوا د افغانانو اجباري اخراجونه غندلي او هغه یې «یواړخیز» اقدام بللی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير کابل ته د خپل یاد سفر په هکله ويلي چې تر هغه وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکې مثبت لور ته اوښتي دي. هغه په اعلامیه کې ويلي: «د دغه وضعیت د حفظ په خاطر، خوښ یم چې د پاکستان حکومت دغه تصمیم اعلانوم چې په کابل کې مو سفارت له ژاردافیر له کچې د سفیر سطحې ته لوړو.»

ډار هیله مندي ښودلې چې دغه اقدام وشي کړی د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړيکو ته پیاوړتیا ورکړي او د تروریزم پر وړاندې مشترکه مبارزه کې هلې ځلې تقويه کړي.

کابل او اسلام آباد د خپلو ديپوماتیکو ماموریتونو د سطحې لوړولو خبر په داسې وخت کې ورکوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړېکې پر افغانستان د طالبانو په واکمنې کې ظاهراً چندان ښې نه وې.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل