1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتافغانستان

طالبان په زیاتېدونکې توګه په درو وهلو سزا عملي کوي

۱۴۰۳ مهر ۲۵, چهارشنبه

د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، له یوې اونۍ په کمه موده کې د ۴ ښځو په ګډون ۲۰ کسان په عام محضر کې په درو وهل شوي دي. شنونکي وايي، چې طالبان په دې کار سره د خپل ځواک ښودنه کوي.

د ارشیف انځور:طالبان په زیاتېدونکې توګه په درو وهلو سزا عملي کوي
د ارشیف انځور:طالبان په زیاتېدونکې توګه په درو وهلو سزا عملي کويانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو پر نیوکو سربېره هم د طالبانو له لوري په عام محضر کې د تورنو کسانو په درو وهل په تېزۍ سره دوام لري.

د طالبانو ادارې د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، د دغې ډلې د محاکمو له لوري په وروستیو پنځو ورځو کې د ښځو په ګډون ۲۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې مجازات شوي دي.

په تازه مورد کې، طالبانو د سې شنبې په ورځ ناوخته په کابل کې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان د خلکو په مخکي په درو وهلي دي.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو ته د کابل ولایت د څلورم زون ابتدائیه محکمې د نامشروع اړیکو په تور تعزیري سزا ورکړې ده. د خبرپاڼې له مخي، سربېره پر دې چې د دغو کسانو هر یو له له شپږو مياشتو تر یوه کاله پوري په تنفیذي بند محکوم شوي دي، بیا هم د محکمې په انګړ کې د طالبانو او عامو خلکو په مخکي ۳۰ درې وهل شوي دي.

د ارشیف انځور:طالبان په زیاتېدونکې توګه په درو وهلو سزا عملي کويانځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

تر دې دمخه د طالبانو ادارې  دوه کسان په خوست، پنځه کسان په میدان وردګ، اته کسان په کونړ او یو کس په کندهار کې په درو وهلي او په تنفیذي بند محکوم کړي دي. پر دغو کسانو هم د غلا، لواطت، نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې تورونه ول.

اړوند: طالبانو په کونړ کې د يوې ښځې په ګډون اته کسان په درو وهلي

ولې بدني سزاوې زیاتې شوي دي؟

د حقوقي چارو شنونکي وايي، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ته منسوب قانون له تصویب وروسته فزیکي سزاوې زیاتې شوي او طالبان غواړي په دې کار سره وښيي، چې د خپل رهبر د امر تابع دي.

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت پخوانی مرستیال عبدالاحد فرزام وايي:«طالبان په دې کار سره غواړي خپل قدرت او خپلواکي وښيي او غواړي چې نړۍ او د افغانستان خلکو ته وښيي، چې یو قانونمند او خپلواک حکومت دی، حال دا چې نړۍ یې د دغو اقداماتو مخالفه ده.»

د حقوقي چارو د دغه کارپوه په وینا، طالبان هڅه کوي په زور د افغانستان خلک وویروي، څو په راتلونکي کې په دغه هېواد کې د هر ډول بغاوت مخه ونیسي.

اړوند: طالبانو په کابل او میدان وردکو کی د یوې ښځي په ګډون څلور تنه په عام محضر کی په درو وهلي

فرزام وايي:«طالبان چې د کوم شریعت د پلي کولو ادعا کوي، یوه بې بنسټه بهانه ده او د طالبانو دا صحرايي او بدني سزاګانې هېڅ شرعي او قانوني اساس نه لري او د شرعي قوانینو او د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف دي.»

طالبانو تر دې دمه، د بېلابېلو جرمونو په تور سلګونه نارينه او ښځي په درو وهلي او پر پنځو کسانو یې د «قصاص حکم» هم عملي کړی دی.

که څه هم نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او د حقوقي چارو کارپوهانو مدافع وکیل او قانوني محکمې ته له لاسرسي پرته د تورنو کسانو مجزات کول غندلي او دا یې له بشري حقونو سره ټکر بللی، خو طالبانو دغه غبرګونونو ته توجو نه ده کړې او د خپل مشر د فرمانونو پر اساس په عام محضر کې خلک په درو وهي او  قصاص کوي يې.

آیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ لا پسې سختیږي؟

03:56

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب