1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ممبيي کې د افغانستان قونسلګرۍ د پاسپورټ وېش پيل کړ

۱۴۰۳ آبان ۲۱, دوشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هندوستان په ممبيی ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده. له دې سره جوخت هندي رسنيو رپوټ ورکړی دی چې نوی ډيلي به د طالبانو پېشنهادي ديپلومات ومني.

د افغانستان پاسپورټونه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هندوستان په ممبئي ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده. انځور: Reza Shirmohammadi/DW

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د نومبر ۱۱مه اعلان وکړ چې د هندوستان په ممبئي ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل شوې ده. د طالبانو حکومت دغه اعلان، تېره اوونۍ کابل ته د یوه هندي چارواکي تر سفر او طالب چارواکو سره د هغه تر کتنې وروسته کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې دغه وزارت د دغې ډلې د رهبر د فرمان پر اساس، په ممبيي کې د افغانستان قونسلګرۍ ته سپارښتنه کړې ده، تر څو د افغان مهاجرو، محصلینو او سوداګرو د اړتیاو د حل له پاره د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي.

د دغه وزارت مرستيال ویاند، حافظ ضیا‌ء احمد تکل وویل: «هغه هېوادوال چې د پاسپورټونو موده ېې بشپړه شوې او یا پاسپورټ نه لري، کولی شي له معتبرو اسنادو سره قونسل ګرۍ ته مراجعه وکړي او د پاسپورټ د ترلاسه کولو له پاره خپل درخواست ثبت کړي.»

دغه خبر، افغانستان ته د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي جي پي سینګ، تر سفر شاوخوا یوه اوونۍ وروسته خپريږي. یاد هندي چارواکي تېره اوونۍ د طالبانو د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، هندي چارواکي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د هند او افغانستان ترمنځ پر اقتصادي اړيکو او همدارنګه دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ له پاره د سهولتونو پر برابرولو خبرې کړې وې.

آیا هندوستان د طالبانو ديپلومات مني؟

هندي ورځپاڼې «سنډې ګارډین» رپوټ ورکړی دی چې طالبانو اکرام الدین کامل، د ممبيي ښار له پاره د خپل ديپلومات په توګه معرفي کړی او نوی ډېلی پر دغه غوښتنليک د کتنې په حال کې دی. د دغې ورځپاڼې د رپوټ پر اساس، هندوستان به دغه اقدام د کابل او نوي ډيلي تر منځ د ډيپلوماتيکو اړیکو د بهبود د یو ګام په توګه ترسره کړي.

که څه هم هندي چارواکو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي، خو یادې ورځپاڼې زیاته کړې ده چې د هند حکومت به په احتمال سره د طالبانو معرفي کړی ديپلومات ومني.

د همدې ورځپاڼۍ د معلوماتو له مخې، اکرام الدین کامل په هندوستان کې لوړې زدکړې کړي او د سويلي آسیا له پوهنتونه دوکتورا ترلاسه کړې ده. طالبانو هغه د ممبيي د مرستيال قونسل په توګه معرفي کړی دی. کامل د افغانستان د مخکني حکومت تر سقوط وروسته کابل ته ستون او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره يو ځای شوی دی. سرچينو سنډې ګارډین ته ويلي دي چې هغه اوس په یوه عادي پاسپورټ ډيلي ته تللی دی.

د هندوستان حکومت او د طالبانو ادراې ویندویانو تر اوسه د دغه ديپلومات د معرفي کېدو په هکله څه نه دي ويلي.

هندوستان له طالبانو سره چې له څه باندې درو کلونو راهېسې پر افغانستان حاکم دي، رسمي ديپلوماتيک تعاملات نه دي لرلي او په کابل سفارت کې هم یوازې یو «فني ټيم» حضور درلودلی دی.

یادي هندي ورځپاڼې زیاته کړې ده چې د طالبانو د یوه استازي منل، هندوستان ته فرصت په لاس ورکوي تر څو له خپلو ګټو او هندي پروژو محافظت وکړي او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره یوه ارتباطي لیکه ولري.

تر اوسه يوه هيواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځيني ګاونډي او د سيمې هېوادونه له دغې ادارې سره ديپلوماتيکې اړيکي لري او د طالبانو له خوا معرفي کړل شوي ديپلوماتان ېې منلي دي.

ش ا(دویچه وله د) /م.ک.ص/ن.ز.

له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب