1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان په هرات کي: دوکانونه سپين او ابي رنګ کړئ

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ فروردین ۳۱, پنجشنبه

په هرات کي د طالبانو ښاروالۍ د پنځلسمی ناحيې په سیمه کي له دوکاندارنو غوښتي دي چي د دوکانونو دروازې سپيني او ابي رنګ کړي.

Afghanistan | Coronavirus | Herat | Armut | Brot
انځور: DW/S. Tanha

په هرات کي د طالبانو ښاروالۍ د پنځلسمی ناحيې په سیمه کي له دوکاندارنو غوښتي دي چي د دوکانونو دروازې سپيني او ابي رنګ کړي.

د هغه مکتوب پر بنسټ چي د هرات ښاروالۍ له خوا د کسبه کارانو ټولني ته استول سوی، پکښي راغلي دي چي د کوچني اختر په مناسبت يې د ښار د ښکلا په موخه دغه ګام اخیستی دی.

اړوند: طالبانو په لښکرګاه کي د دوو مارکيټونو دوکاندارن وهلي دي؛ ولي؟

په هرات کي د کسبه کارانو ټولني مشر عبدالودود دویچه ویله ته د دغه خبر د منلو پرمهال وویل: «په دې اړه د ښاروالۍ مکتوب د کسبه کارانو ادارې ته راغلی او له دوکاندارانو يې غوښتي دي، ترڅو د خپلو دوکانونو دروازې سپيني یا ابي رنګ کړي.»

نوموړي زیاته کړه، دغه وړاندیز به د ښار د ښکلا او ښاري نظم له پاره ښه وي.

دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کي طالبانو اعلان کړی دی چي د ښار د ننه باید ټکسي موټر د ژړ پرځای شنه یا ابي رنګ کړل سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل