طالبان په هرات کې د یهودانو کنیسې بیارغوي
۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبهد هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو امر زلمي صفا دویچه ویله ته وویل، چې په هرات کې د یهودانو څلور کنیسې یا عبادت ځایونه شتون لري: «په دغه څلورو کنیسو کې یو مکتب جوړ شوی، یو جومات جوړ شوی، یوه تخریب شوی، د انقلاب وخت کې ډېر تخریب شوي او له یوې څخه یې د فرهنګي مرکز په توګه استفاده کیږي.«
نوموړی زیاتوي چې دغه کنیسې بیارغونې ته اړتیا لري او د پرلپسې هڅو وروسته اوس په دې توانیدلي چې د ایسسکو نړیوالې مؤسسې په مرسته د هرات یهودانو کلیساوې بیا ورغوي.
هغه وویل: «ایسسکو مؤسسې د دې کنیسو د بیارغونې له پاره زموږ غوښتنې ته لبیک ووایه، یوه میاشت بعد به یې کار شروع شي او یو کال کې یې د جوړیدو چارې بشپړې شي. د یهودانو یوه کنیسه او د هغوی یو حمام هم جوړیږي.« صفا وايی، دا عبادت ځایونو د دوی تاریخي ارزښت ته په کتو سره بیا رغول کیږي.
د افغانستان په موزيمونو کي د تاريخي اثارو په اړه اندېښنې
نوموړی وایي، دوی په دې هڅه کې دي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه او د مرستندویه مؤسسو په مالي مرسته، په راتلونکي کې د هرات یو شمېر نور تاریخي ځایونه هم بیاورغوي.
په هرات کې د یهودانو کلیساوې اوږده مخینه لري، چې په هېواد کې د ورستیو څو لسیزو جګړو له امله یې زیان لیدلی. لرغونپوه او په هرات پوهنتون کې د هرات پیژندنې څانګې استاد محمد صدیق، دویچه ویله ته وویل چې په دغه ولایت کې د یهودانو کنیسې په لسمه میلادي پیړۍ کې جوړې شوې دي.
نوموړی زیاتوي دا عبادتځایونه هغه مهال جوړ شوي کله چې یهودانو افغانستان ته د سوداګرۍ له پاره تګ راتګ کوو. صدیق زیاتوي: «یهودان راغلي و، په هرات، کندهار، مزار او کابل کې و. هغوی چې به هر چیرې تلل، سوداګري او راکړه ورکړه به یې کوله.»
چین د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو بیارغونې له پاره علاقه ښودلی