1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په ټاکنو کې ګډون مه کوئ

۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

طالبانو د سه شنبې په ورځ د افغانستان راروانې ولسمشریزې ټاکنې رد کړې.

Afghanistan Parlamentswahlen Khost
انځور: DW/F. Zahir

طالبانو ویلي دي چې د ټاکنو پر ځای چې د سپتمبر میاشتې د ۲۸مې نیټې له پاره پلان شوي دي، باید ټول له امریکا متحده ایالاتو سره پر تړون باندې تمرکز وکړي. که د امریکا او طالبانو تر منځ تړون وشي نو واشنګټن به په کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه وکړي.

طالبانو په یوې بیانیه کې ویلي دي: «دغه ټاکنې د یو شمیر کاذبو سیاستوالو د نفسي غوښتونو د پوره کیدو په موخه د عامو خلکو له غولو پرته بل هیڅ هم نه دي.»

تمه کیږي چې د ټاکنو د ترسره کیدو په صورت کې به ولسمشر غني دغه بهیر وګټي خو اوس هم په دې اړه جدي پوښتني موجودي دي چې ایا ټاکنې به ترسره شي او که نه.

طالبانو همداراز د ټاکنو د بایکاټولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی دی چې جنګیالي به یې پخپل ټول توان سره د دې بهیر مخه ونیسي. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي: «له دې کبله چې زموږ د همسنګرانو له خوا [د بریدونو] د تلفاتو مخه ونیول شي، هغوی [خلک] باید له غونډو او مجلسونو څخه چې کیدای شي احتمالي اهداف وي، لیري پاتې شي.»

د طالبانو په بیانیه کې دا هم راغلي دي چې د ټاکنو بهرني ملاتړي باید د انتخاباتو پر ځای په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر پای ته رسولو باندې تمرکز وکړي. طالبانو ټینګار کړی دی چې په قطر کې د سولې روان بهیر هغه څه دي چې کیدای شي په افغانستان کې سوله او ثبات راولي.

همدا اوس طالبان او امریکایي استازي په قطر کې پر یوه توافق سره کار کوي چې ویل کیږي وروستیو مراحلو ته نزدي شوی دی. د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ویلي دي چې په دغو مذاکراتو کې عالي پرمختګ شوی دی.

(ms/nz (reuters

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل