طالبان په کابل او شمالي ولايتونو کې ور په ور لټون کوي
۱۴۰۰ اسفند ۸, یکشنبه![Afghanistan Kabul | Taliban-Kämpfer](https://static.dw.com/image/59217432_800.webp)
د لټون دغه عمليات د جمعې په ورځ پيل شو چې ځايي اوسېدونکي يې ناراحته کړي او ويرولي دي. ډېر خلک ورته د خپل شخصي حريم څخه د سرغړونې او سپکاوي په سترګه ګوري. د کابل د پوليسو ویاند، خالد ځدران، د شنبې په ورځ وويل چې د کابل د امنيت د تامينولو په خاطر د لټون عمليات دوام لري. د هغه په خبره هدف يې »د غلو، سړي تښتونکو، بدو عناصرو او نورو مجرمينو له منځه وړل« دي.
د لټون د دغو عملياتو مشري د طالبانو يو پوځي مشر، ملا محمد فاضل مظلوم، کوي. په نوموړي باندې تور دی چې د طالبانو د لومړۍ واکنمۍ پر وخت يې د کابل په شمال کې د ملکي وګړو په زرونو کورونو ته اور اچولی وو.
ډېر خلک اوس پر طالبانو تور لګوي چې يو ځل بيا د خاصو سيمو او قومي ډلو وګړي په نخښه کوي چې اکثريت يې د کابل په شمال کې ژوند کوي. په ټولنيزو رسنيو کې پر کورونو چاپې او د طالب عسکرو له خوا په حویليو کې کيندنې ليدل کيږي چې هدف يې ښايي د پټو کړل شوو وسلو موندل وي. ځينې سرتېري حتی د عملياتو پر مهال له ځانه سره راکیټونه ګرځوي. دغه اقدام يو څو ورځې وروسته له هغه کيږي چې د پخواني ولسمشر مرستيال، امرالله صالح چې د طالبانو په ضد د وسله وال مقاومت څخه د پنجشېر ولايت او اندرآب په ولسوالۍ کې ملاتړ کوي، د واټساپ په يوه پيغام کې اعلان کړی وو چې د مقاومت جبهې ته چاودېدونکي مواد، مرمۍ، ليزري وسلې او ټانک ماتوونکي توغندي رسېدلي دي. ډېری خلکو ويلي چې د لټون عمليات د کابل په شمال، پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو کې دوام لري، چېرته چې د طالبانو پر ضد وسله وال مقاومت اوس لا شتون لري.