1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په کابل کې مو څلور داعشیان نيولي دي

۱۴۰۰ مهر ۱۴, چهارشنبه

طالبان وايي چې د کابل ښار په شمال کې يې د داعش ډلې څلور غړي له وسلو او اسنادو سره نيولي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۶مه) وويل چې دغه کسان تیره شپه د عملیات په نتیجه کې نيول شوي دي.

Afghanistan Auf den Straßen von Kabul, unter Kontrolle der Taliban
انځور: WANA/REUTERS

مجاهد وايي چې دغه عملیات د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قطعې له خوا د کابل د پغمان ولسوالۍ په پشه يي سیمه کې ول. خو هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه پر خپل ټويټر ليکلي دي چې د دغو عملیاتو په پایله کې «۴ داعشي فتنه ګر ژوندي ونيول شول.»

طالبانو د دوشنبې په ورځ هم ويلي ول چې د کابل په شمال کې يې د داعش یو مرکز له منځه وړی او پکې میشت داعشیان يې وژلي دي.

په افغانستان کې د «اسلامي دولت» نومې يا داعش ډلې څانګه د «خراسان ولايت» په نوم يادیږي. دغې ډلې د اګست پر ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسیدلو وروسته پر طالبانو خپل بریدونه ډير کړي دي. طالبانو هم په وروستیو ورځو کې د دغې ډلې پر ضد د چاڼيزو عملیاتو د ترسره کولو خبرونه ورکړي دي. داعش په کابل کې د دوو خونړیو بریدونو په ګډون د يو شمیر بریدونو مسئولیت منلی دی.

د اسوشتید پريس په حواله، دغې ډلې ادعا کړې ده چې د سې شنبې په شپه يې په کونړ کې د طالبانو پر يو حامل موټر حمله کړې او کله چې د طالبانو کمکي ځواکونه سیمې ته ورسیدل له هغوی سره يې جګړه کړې او »ډېر يې« ترې وژلي دي.

داعش ډلې څو ورځې مخکې د کابل د عیدګاه مسجد مخې ته د شوې چاودنې مسئولیت هم منلی وو چې د طالبانو په وینا دوه کسان پکې ووژل شول. دغې ډلې همدارنګه په کابل هوايي ډګر کې د اګست میاشتې پر ۲۶مه چاودنې مسئوليت هم منلی وو. دغه برید چې ځانمرګی ښودل شوی او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وشو، ۱۳ امریکايي عسکر او ۱۶۹ افغانان پکې ووژل شول.

ا.پ/م.ک.ص./ن.ز.