1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په کندهار کي پر ښځو بنديز د خلکو غوښتنه ده

۱۴۰۱ خرداد ۲۰, جمعه

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي چې په کندهار کي يې خپله د خلکو په غوښتنه پر ښځو باندي بندیزونه سخت کړي دي. خو خپله کندهاريان او هغه ښځي چي په کور کي نارينه نه لري څه وايي؟

Filmstill von "Kandahar" (2001)
انځور: Mary Evans Arichive/imago images

د کندهار هغه ښځي چي په کور کي نارينه نه لري او له کوره وتلو ته مجبوره دي د طالبانو وروستيو محدوديتونو سختي په تکليف کړي دي. د دوی ډېری هغه ښځي دي چي د نورو کورونو مزدوري کوي او که له کوره و نه وځي د ماښام ډوډۍ نه لري.

د کندهار د امر بالمعروف رئيس تيره ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي يو ځل بيا د ښځو پر وړاندي هغه محدوديتونه اعلان کړل چي وايي هيڅ ښځه له کوره څخه يوازي نسي راوتلای. دغه اعلان په ټولنيزو رسنيو کي سخت غبرګونونه راوپارول چي ولي تر نورو ولايتونو په کندهار کي پر دغو محدوديتونو سخت ټينګار کيږي؟

اوس په کندهار کي د نورو ولايتونو برعکس په ښار کي لا هم ښځي بې له محرمه په ټکسي او رکشا کي د سپرېدو اجازه نه لري. دا په داسي حال کي ده چي خپله طالبانو ويلي ول چي ښځي کولای سي تر ۸۰ کيلوتره پوري سفر وکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مسئولین وايي چي په کندهار کي يې د ښځو پر وړاندي ټینګار د همدغو کندهاریانو په غوښتنه عملي کړی دی.

د دغه وزارت مطبوعاتي ویاند محمد صادق عاکف دويچه ویله ته وویل چي په دې وروستیو کي په کندهار ښار کي د ښځو تښتولو څو پېښي رامنځته سوې، نو ځکه يې اوس په دغه او ځینو نورو هغو ولایتونو کي چي خلکو ورڅخه غوښتنه کړې ټینګار زیات کړی دی: «نه یوازي په کندهار، بلکي په هر ولایت کي چي ۷۸ کیلو متره ښځي لیري ځي باید شرعي محرم ورسره وي، خو په کندهار کي مو د خلکو په غوښتنه ځکه ټینګار زیات کړی دی، چي ښځي به یوازي وې او داسي پيښ سوي چي د ټکسي او رکشا په واسطه تښتول سوي دي، نو بیا خلکو له موږ څخه وغوښتل چي د دې پيښو مخنیوی وکړو، ځکه نو موږ اوس په زرنج، ټکسي یا هم رکشا کي چي بل څوک نه وي یوازي ښځي نه سي وړلای.»

عاکف زیاتوي چي بیخي سپين سري ښځي په دغه ټینګار کي نه دي شاملي. خو د کندهار ښار د بېلا بیلو ناحیو هغه کونډي او غریبي ښځي چي د کورنۍ سرپرست نه لري يا د ځينو نارينه پخپله د طالبانو په بريدونو کي وژل سوي دغو بنديزونو سختي په تکليف کړي دي.

د عایشې په نامه د کندهار ښار د نهمي ناحيې یوه د نهو لمسیانو آنا چي د ټولي کورنۍ اقتصادي پېټی يې پر اوږو پروت دی وايي دغه بې ځایه سختګيرۍ يې ژوند ور تریخ کړی دی: «زه سپين سرې ښځه او د نهو لمسیانو آنا یم، خو دوی ماته وايي محبس ته دي استوم بیا مه راوځې. که زه د کور په سودا پسي و نه وځم نو څوک راووځي؟ زه ورته وايم چي نور څوک نه لرم، څه وکړم خود راوځم ځکه چي یو خو سپین سرې یم او بل څوک نه لرم.»

یوه کندهارۍ کونډه سعدیه هم وايي چي د ټول کور د اقتصادي ګټي وټي بار د دې پر سر دی او نور څوک نه لري چي یا خواري وکاږي او یا سودا ورته راوړي، نو ځکه اړه کیږي چي هره ورځ له خپل کور څخه په پردیو کورونو کي د کالیو او لوښو مینځلو له پاره راووځي.

هغه وايي: «زه په کابلشاه سیمه کي په مزدوري کالي مینځم، په بله ورځ بیا ورځم هغه کالي چي وچ سوي وي اوتو کوم يې، خو طالبان موږ ته اجازه نه راکوي، چي په زرنج، رکشا یا ټکسی کي یوازي ولاړي سو.»

هغې زياته کړه: «دوی له موږ څخه شرعي محرم غواړي زه سپین سرې ښځه یم د کور نارینه مي اکثره په جنګونو کي شهیدان سوي دي، نو زه هره ورځ شرعي محرم له کومه کړم؟»

په افغانستان کي ډېري کورنۍ سته چي په دغه هیواد کي اوږدو جګړو په تيره بيا په تيرو شلو کلونو جګړو او په ځانګړې توګه ترهګريزو بريدونو کي د ډيرو کورنيو سرپرستان وژل سوي او د زياتو کورنيو دروند اقتصادي بار د ښځو پر اوږو دی.

په کندهار کي مدني فعال محمد اخلاص صمیمي هم په هغه ښار کي د امر بالعروف ریاست له زیات ټینګار څخه شکایت کوي. هغه وايي په وارو وار يې لیدلي دي، چي عمر خوړلي ښځي يې له موټر، رکشا او زرنج موټرسایکلو څخه د محرم د نه لرلو له امله راکښته کړي او ان ځیني يې محبس ته هم بیولي دي.

هغه وايي طالبانو ته چا ويلي دي چي په کندهار کي دي پر ښځو سختګيري زیاته کړه؟ «دلته ډېري کورونۍ دي چي سرپرستي يې ښځي کوي او نارینه نه لري، نو هغوی شرعي محرم له کومه کړي؟ د دغسي کورنیو ښځي هره ورځ اړي دي چي له کوره راووځي او خپل اولاد او کورنۍ ته روزي پیدا کړي. د کندهار ښځي ډیري حیا ناکي او د عزت خاونداني دي، که محرم ورسره وي یا نه وي، خپل د ځان عزت ساتي.«

په کندهار کي نه يوازي په ښار کي د ښځو پر يوازي تګ بنديز لګول سوی، بلکي د دغه ولايت له پاره د طالبانو د امر بالمعروف رياست د پنجشنې په ورځ په يوه خبري غونډه کي اعلان وکړ چي نه یوازي په راډیو کي د موسیقۍ خپرول بند دي، بلکي د خوښیو په محفلونو کي هم د موسیقۍ ږغول او اورېدل منع دي.

د دغي ادارې رئيس شېخ عبدالرحمن طيبي، یووار بیا ټینګار کړی چي ښځي به يوازي په ټکسي يا رکشا کي نه ځي. هغه دا نه وويل چي دغه کار د کندهار د خلکو په غوښتنه کوي.

هغه پر دې سربيره وويل چې په کافي شاپونو کي د قیلون چلم څکول، په سلمانیو کي د ږیري خریل او په انګریزي بڼه جوړول هم ځکه بند کړي، چي دا هم د فحاشۍ یوه لار ده.

محمدابراهیم سپېڅلی