1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«استخباراتي سازمانونو داعش له افغانستانه پاکستان ته لېږدولي»

۱۴۰۳ مهر ۹, دوشنبه

د طالبانو ادارې ویلي دي چې داعش ډله یې په افعانستان کې وځپله، خو ځينو استخباراتي سازمانونو بلوچستان او پښتونخوا ته ولېږدوله او اوس له هغه ځایه بریدونه پلانوي.

Afghanistan Kabul | PK der Taliban: Sprecher Zabihullah Mujahid: Mullah Mohammad Hasan Akhundzada soll Taliban leiten
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو ادارې یوې خبرپاڼې کې د دغې ادارې د ویاند ذبېح الله مجاهد له قوله راغلي دي چې پر افغانستان د دوی له واکمنېدو وروسته یې داعش ډله وځپله، خو یو شمېر استخباراتي سازمانونو د دغې ډلې [داعش] غړي بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته ولېږدول.

په خبرپاڼې کې راغلي دي چې اوس داعش ډله د بلوچستان په مستونګ کې د روزنې مرکزونه لري او له هماغه ځایه په افغانستان او سیمه کې بریدونه پلانوي.

طالبان دا ادعا له هغې خبر سره یو ځای کوي، چې وايي د خپلو ځانګړو ځواکونو په مرسته یې په کابل او ننګرهار کې د داعش ډلې ځینې غړي نیولي دي، چې د دوی په وینا، یو پکې تاجکستانی ځانمرګی بریدګر هم شامل دی.

طالبان: استخباراتي سازمانونو په پاکستان کې داعش ته روزنځایونه جوړ کړيانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

داعش ډلې ته د دوی په خبرپاڼه کې د «فتنه ګر» کلمه کارول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري له ځپل کېدو وروسته اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري. هم په افغانستان او هم په نورو هیوادونو کې له دې نوو مراکزو څخه بریدونه کوي او هم په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني علماء کرام او د دیني، مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نښه کوي او د ځینو کړیو له لوري د خپلو ناوړه اهدافو له پاره کار ترې اخیستل کېږي.»

اړوند: په دايکندي کي ۱۴ ملکيان وژل شوي؛ مسئوليت يې داعش منلی

د طالبانو ادارې په دغه خبرپاڼه کې د ویاند ذبېح الله مجاهد له قوله راغلي دي، چې ځانګړو ځواکونو یې په کابل او ننګرهار کې د خاصو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د هغه ګروپ غړي، چې په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو، په کابل کې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو او د دوی په وینا، یو شمېر نورو بریدونو کې یې لاس درلود، نیولي دي.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

02:03

This browser does not support the video element.

طالبانو په دې خبرپاڼې کې دا ادعا هم کړې ده چې په دغو عملیاتو کې یو تاجکستانی وګړی هم نیول شوی دی چې په خبره يې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي چې په دغو عملیاتو کې ځانمرګي واسکټونه، وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.

طالبانو ویلي دي چې له څېړنو وروسته ورته معلومه شوې، چې په کابل کې د فرامینو او حکومونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش د خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته تللی و.

طالبانو دغه راز ویلي دي چې د دغو عملیاتو په دوام یې ځانګړو ځواکونو په کابل او فاریاب کې هم د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې دوه غړي وژلي دي.

طالبان: استخباراتي سازمانونو په پاکستان کې داعش ته روزنځایونه جوړ کړيانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

همدې حال کې د چارو شنونکي وایي چې په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په پام سره لا هم داعش ډله په دغه هېواد کې فعاله ده او په بشپړ ډول له منځه نه ده وړل شوې.

اړوند: داعش په کابل کې د چاودنې مسئولیت منلی دی

د سیاسي چارو شنونکي اسحق اتمر، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، داعش د استخباراتي سازمانونو له ملاتړه برخمنه ډله ده، چې په افغانستان او آن ټولې نړۍ کې د بریدونو کولو وړتیا لري.

هغه وویل، طالبان د سیمې او نړۍ له ملاتړ پرته په یوازې توګه داعش ډله له منځه نه شي وړلی. اسحق اتمر هم د طالبانو دا ادعا نه ردوي چې ګنې استخباراتي سازمانونو د داعش غړي بلوچستان او پښتونخوا ته لېږدولي او هلته ورته روزنه ورکوي.

د طالبانو د دې تازه ادعاو په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت څه نه دي ویلي، خو له تېرو دریو کلونو راهیسې پاکستان تور پورې کوي چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي او دا چې دغه ډله په افغانستان کې مرکزونه لري، خو طالبان دا ادعا ردوي.

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟

34:51

This browser does not support the video element.

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب