د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند، سهیل شاهین د چین دولتي ټلویزیون، CGTN ته ویلي دي، «چین د یوه قوي اقتصاد او امکاناتو په درلودلو سره یو لوی هیواد دی. زه فکر کوم، چي دغه هیواد کولای سي د افغانستان په بیا رغونه، نوي کولو او بیا ودانولو کي مهم رول بازي کړي.»
شاهین اضافه کړه، چي چین د نورو لویو قدرتونو برخلاف، لکه امریکا متحده ایالاتو او روسیې غوندي په افغانستان کي ندی جنګیدلی او کولای سي د دغه حقیقت څخه په استفادې سره د طالبانو سره رفتار وکړي.
تردې دمخه د چین خارجه وزیر، وانګ یې د همدې عیسوي کال په جولای کي په چین کي د طالبانو د یوه هییت څخه هرکلی کړی ؤ. وانګ یې تر دغه ملاقات وروسته ویلي وه، امیدواره دی، چي افغانستان یو معتدله اسلامي سیاست تعقیب کړي.
چین پخپله غربي سیمه، شین جیانګ کي مذهبي افراطیت ته د یوې بې
ثباته کونکي قوې په سترګه ګوري او د ډیره وخته څخه په دې تشویش کي دی، چي د شین جیانګ بیلتون غوښتونکي د همسایه هیواد افغانستان څخه د یوه پټنځای په حیث استفاده ونکړي.
آ./م.ق./ا.ا.
انځوریز رپوټ: په چین کې له ښيښې جوړ تر ټولو ښایسته پلونه
اټکل کیږي چې په دې وروستیو کلونو کې په چین کې ۲۳۰۰ پلونه له ښيښې جوړ شوي دي. په زړه پورې خبره خو دا ده چې دغه ټول پلونه یوازې د سیاحت له پاره کارول کیږي. انځورونه دلته لیدلی شئ:
انځور: Xiao Feng/dpa/HPIC/picture allianceپه دې وروستیو کلونو کې په چین کې ډېر پلونه د سیلانیانو له پاره له ښيښې جوړ شوي دي. د بي بي سي شبکې د اټکل له مخې په دغه هیواد کې ۲۳۰۰ ښيښه یي پلونه موجود دي. دغه ۴۰۰ متره اوږد پل په ۲۰۱۸م کال کې د یولانګ په ځنګلي پارک او د چین په هاینان ایالت کې جوړ شوی دی.
انځور: Xiao Feng/dpa/HPIC/picture allianceدغه ښيښه یي پل یا لاره چې ۴۰۰ متره اوږوالی لري د هاینان ولایت په یولانګ ځنګلي پارک کې د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې جوړ شوی دی.
انځور: dpa/HPIC/picture allianceد ژانګجیاجي په پارک کې یو بې ډریوره بس له یوه تر ټولو اوږد ښيښه یي او لوړ پل څخه د تیریدو په حال کې لیدل کیږي. دغه پل ۴۳۰ متره اوږدوالی، ۶ متره سور او ۳۶۰ متره لوړوالی لري.
انځور: Zi Xin/HPIC/dpa/picture allianceد ژانګجیاجي کیبلي ښيښه یي پل د ۲۰۱۶م کال د جون میاشتې پر ۱۲ نېټه د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شو. له دغه پل څخه د تیریدو له پاره باید ټکټ واخیستل شي. ۸۰۰ کسان په یوه وخت کې له دې پل څخه تیریدلی شي.
انځور: Shao Ying/dpa/picture allianceد کینګوان پر ښيښه یي کیبلي پل د چین د نوي کال (۲۰۲۱م کال) د مراسمو ترسره کیدل.
انځور: Zeng Linghua/VCG/dpa/picture allianceد ګوانګشي په ایالت کې د لیوژو په غرنیزه سیمه کې ښيښه یی کیبلي پل.
انځور: TPG/Zuma/picture allianceد یوننان په ایالت کې د ګوینګلونګ د کلي دپاسه واقع دغه پل په ۱۰۸ متره لوړوالي کې جوړ شوی دی چې ۱۸۸ متره اوږدوالی لري. کله چې سړی پر دې ښيښه يي پله تيريږي، نو ډېر ويريږي.
انځور: Gao Meng/dpa/picture allianceد فوشان کیبلي پل ۳۷۵ متره اوږدوالی لري او د ۲۰۲ مترو په لوړوالي کې جوړ شوی دی. پر دې پله حتی د چین د عنعنوي جامو ننداره هم ترسره کیږي.
انځور: HPIC/dpapicture allianceد هونان په ایالت کې د یویونګ پر ښيښه یي پله نڅا.
انځور: Vcg/MAXPPP/dpa/picture allianceد چین په ختیځ ولایت هبئې کې دغه ښيښه یي پل یا لاره ۲۶۶ متره اوږدوالی او ۲ متره سور لري چې د سمندر له سطحې څخه په ۱۱۱۰ متره لوړوالي کې جوړ شوی دی.
انځور: Wu Qiuhuang/dpa/HPIC/picture allianceپیکنګ ته نږدې د فانګشان په سیمه کې د ښیښه یي کیبلي پل دپاسه د «تای چي» ورځې لمانځنه.
انځور: Pan Zhiwang/HPIC/picture allianceد شینیوزای ښيښه یي کیبلي پل ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۸۰ متره لوړوالی لري. دغه پل د چین په مرکزي ایالت هونان کې موقعیت لري. د دې پل په جوړولو کې له پلکسي ګلاس څخه استفاده شوې ده.
انځور: Jiao Zi/dpa/picture allianceدغه پل د «لیوژو» ښار د یوې لوړې ودانۍ (برج) په بهرنۍ سطحه کې د ۳۰۳ مترو په لوړوالي کې جوړ شوی دی چې ۲۰۸ متره اوږدوالی او یونیم متره سور لري.
انځور: picture-alliance/dpa/VCG