1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان : کابل او نیمروز کې اته داعشیان وژل شوي

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه

د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپل ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې تیره ورځ يې د کابل په شهدای صالحین او قلاچه سیمو او د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې دری پټنځایونه لمنځه وړي دې.

Afghanistan I Explosion in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP

ذبيح الله مجاهد ويلي دي: «د دغو عملیاتو په نتیجه کې درې واړه پټنځايونه له منځه تللې، ۸ تنه داعشيان ووژل سول، ډېري سپکې وسلې، لاسي بمونه، ماینونه، چاودیدونکي واسکټونه او منفجره مواد ترلاسه شول.»

هغه زياته کړې ده چې د داعش همدي کسانو د کابل په ځینو سیمو کې د بریدونو پلان درلود او دا هغه خطرناکه شبکه وه چې په کابل ښار کې یی پر لانګان هوټل (چې چینايي اتباع پکې اوسیدل)، هوايي میدان او د پاکستان پر سفارت او ځینو نورو اهدافو بريدونه تنظيم او سرته رسولي ول.

د طالبانو دغه ویاند زیاتوي چې د دوي ځواکونو د دي عملیاتو په پایله کې د داعش ۷ غړي  ژوندی نیولې دي. زياته شوې ده چې په وژل سوو کسانو کې بهرنې اتباع هم شامل دي.

داعش تر اوسه پوري د طالبانو دغي ادعا غبرګون نه دی ښودلی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب