طالبان:لس افغان کډوال د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا وژل سوي
۱۴۰۴ آذر ۱۱, سهشنبه
د طلوع نیوز شبکې په فراه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي ویاند، محمد نسیم بدري له خولې رپوټ ورکړی دی چې تیره شپه ددغه ولایت ۱۰ تنه اوسيدونکي ایران ته د غیرقانوني اوښتو پرمهال د ایران د سرحدي ساتونکو له خوا وژل سوي دي. هغه ویلي دي چې دغه ځوانان په غیرقانوني توگه د کار په هدف ایران ته داخل سوي وو.
بدري، نه دي ویلي چې ددغو کسانو چې له سرحده د اوښتو هڅه یې کوله، مجموعي شمیر څومره و. خو د ځینو رپوټونو له مخې د هغوی شمیر له ۳۰ څخه زیات و.
اړونده موضوع: ايران غواړي ۲ ميليونه نور افغانان اخراج کړي
ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرگند کړی
په وروستیو میاشتو کې دواړو گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان، د استوګنې د قانوني اسنادو نه درلودونکو افغان مهاجرواخراج ډیر کړی دی. د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه، څه د پاسه یو میلیون او ۲۰۰ زره تنه یوازې له ایران څخه اخراج او یا هم بیرته ستانه سوي دي.
په عین حال کې یو شمیر افغانان د یوه کار د پیدا کولو په لټه په غیرقانوني لارو ایران ته ځي.
د طالبانو ادارې هم په وروستیو میاشتو کې هغه کسان چې غواړي په غیرقانوني توگه د ایران پر لور له سرحد څخه تیر سي، متوقف او بندیان کړي دي. د افغانستان په لویدیځ کې د طالبانو چارواکو څه وخته مخکې له ایران سره سرحدي سیمو کې د په سلونو کسانو له نیولو څخه خبر ورکړ.
د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا پر هغو افغانانو فیرونه چې په قاچاقي توگه نوموړي هیواد ته داخلیږي، کومه نوې موضوع نه ده. په تیرو کلونو کې هم داسې پیښې رامنځته سوي دي.