1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

طالبان: ۴۰ عسکر مو له بنده آزاد کړل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ویلي چې د پنجشنبې په ورځ تر ماسپښين وروسته یې په کندز ولایت کې «څلویښت تنه عسکر» له خپل بند څخه آزاد کړي دي. د افغانستان حکومت تر اوسه شا او خوا ۴۰۰ طالب بندیان آزاد کړي.

Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پيلیدو له پاره د باور جوړونې په ترڅ کې د بندیانو آزادیدل یوه مهمه موضوع ګڼل کیږي. دواړو لورو تر اوسه د یو او بل یو شمیر بندیان آزاد کړي دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین، د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د پنجشبنې په ورځ یې تر غرمې وروسته په کندز ولایت کې «۴۰ تنه عسکر» له خپل بند څخه آزاد کړي. په دغه پیغام کې وړاندې راغلي دي چې دغه ډله هڅه کوي چې د بندیانو د «خلاصون پروسه سرعت پيدا کړي تر څو د کرونا ناروغۍ له خطر څخه د بندیانو ژوند وژغورل شي».

خو په دغه پیغام کې دا نه دي ویل شوې چې دغه بندیان چې طالبان یې عسکر بولې چاته سپارل شوي دي. تر دې دمخه طالبانو د افغان حکومت شا او خوا ۶۰ بندیان له بنده آزاد کړي دي چې شل تنه یې په کندهار او ۴۰ تنه نور یې په لغمان ولایت کې آزاد کړل شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دوې اوونۍ ترمخه ویلي وو چې طالبانو د حکومت له لوري د وړاندې شوي لېست له مخې زندانیانو نه دي آزاد کړي. د امنیت شورا د معلوماتو له مخې په کندهار او لغمان کې د آزادو شوو کسانو له ډلې څخه ۲۸ تنه هغه بندیان دي چې له امریکا متحده سره د سولې د توافق د لاسلیکیدو پر مهال د طالبانو له خوا نیول شوي او یو شمیر نور کسان هم شته چې د آزادیدو شل ورځې دمخه نیول شوي وو.

طالبانو له متحده یالاتو سره په لاسلیک شوي توافق کې د پنځه زرو بندیانو د آزادیدو خبره کړې چې له دغې ډلې څخه تر اوسه شا او خوا ۴۰۰ تنه د افغان حکومت له لوري آزاد شوي دي. څو اوونۍ تر مخه طالبانو د بندیانو د تبادلې له پاره خپل یو تخنیکي پلاوی کابل ته هم ورلیږلی وو، خو کومې پایلې ته ونه رسیدل. حکومتي چارواکو ویلي ول چې طالبان د ځینو داسو بندیانو آزادیدل غواړي چې په خبره یې په «لویو جنایتونو کې ښکیل دي».

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب