1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالب ضد ولسي پاڅونونه که ملیشه جوړونه؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ تیر ۷, دوشنبه

د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د طالبانو پرضد د ولسي پاڅونونو اغیز او څرنګوالی څیړي. په وروستیو کې په یو شمیر ولایتونو کې خلک د طالبانو پر ضد بسیج شوي دي.

Afghanistan Volksmobilisierung gegen die Taliban
انځور: Ministry of Defense

د افغانستان د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جون ۲۸مه) عمومي غونډه کې یو شمېر وکيلانو د طالبانو پرضد شخصي خلکو ته وسلې ورکول خطرناک وبلل.

په دې وروستیو کې چې طالبانو په لسونو ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي، ځینو ولایتونو کې د ولسي پاڅونونو په نوم یو شمېر کسان وسله وال شوي.

سره له دې چې د پکتیا او پکتیکا په څېر ځینو سویلي ولایتونو کې هم طالب ضد ولسي پاڅون غږونه شته، خو دغو خوځښتونو تر ډیره د افغانستان په شمالي ولایتونو کې زور اخېستی.  

د جرګې یوشمېر غړي وايي چې د ولسي پاڅونونو په نوم دا شخصي ملیشه جوړونه ده.

په ولسي جرګه کې د کندز ولایت استازي انجینر کمال صافي وویل: «دا یو سالم حقیقت دی چې په شمال کې د ولسي پاڅون کوونکو برنامې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي، ډيرو مواردو کې دغو پاڅونوالو د پوستو او حوزو پر سر مخالفینو سره معامله کړې، په مجموع کې ویلی شو چې دغو ولسي پاڅون کوونکو برنامو کومه مثبته پایله نه ده لرلې.»

کونړ: د جګړو بې ځایه شوي له تریخ ژونده سر ټکوي

05:05

This browser does not support the video element.

 

د ولسي جرګې عمومي غونډه کې د دې جرګې امنیتي او دفاعي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د ولسي پاڅونونو اغیز او څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وڅیړي.

په دې اړه د جرګې مشر میررحمان رحماني وویل: «د ولسي پاڅونونو په اړه، د امنیتي او دفاعي چارو کمېسیون موظف دی چې یوه طرحه جوړه کړي.»

د جرګې مشر زیاته کړه چې په دې طرحه کې باید واضح شي چې د طالبانو پرضد دغه ولسي پاڅونونه باید په کوم (ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونه او یا د ملي امنیت عمومي ریاست) چوکاټ کې فعالیت ولري.

د ولسي جرګي د ځینو غړو د مخالفت سربیره هم حکومت د طالبانو پرضد ولسي پاڅونونه ګټور بولي او هرکلی یې کوي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر بسم الله محمد په دې اړه ویلي: «د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه زموږ د سرښندونکو او ویاړلو هېوادوالو هر اړخیزه ملاتړ څخه د زړه له کومې منندوی او هرکلی کوم.»

محمدي پر خلکو غږ وکړ چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

خو د چارو یوشمېر کتونکي وايي چې له نظام پرته د شخصي کسانو وسله وال کول لویه تېروتنه ده چې په دې سره ښايي د نویمو کلونو تجربې تکرار شي.

سیاسي شنونکي ډاکټر هاشم دانش دویچه ویله ته وویل: «ډاکټر صاحب اشرف غني په دې حرکت سره د ډاکټر نجیب تاریخ بیا تکراروي او دا ملیشې» به د ده حکومت ته هم سرخوږی جوړ کړي.

د چارو د دغه کتونکي په وینا په دې وروستیو کې یوشمېر پخواني قوماندانان چې له زوره لویدلي وو، دا خوځښتونه به هغوی یوځل بیا فعال کړي.

دوه ورځې وړاندې د شنبې پر ورځ (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جون ۲۶مه) د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند مشر عطا محمد نور پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې د خلکو په ملاتړ یې د بلخ شورتیپه ولسوالۍ له وسله والو طالبانو پاکه کړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل