طالب پلاوی پاکستان سره د خبرو اترو له پاره قطر ته ورسېد
۱۴۰۴ مهر ۲۶, شنبه
د طالبانو ادارې ویاند ذبېح الله مجاهد نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل: «داچې وعده شوې وه له پاکستاني اړخ سره به نن په دوحه کې مذاکرات کیږي، د دفاع وزیر محترم مولوي صاحب محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړې هیئت نن دوحې ته ولاړ.»د طالبانو له لوري په تازه خپرې کړې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د دوی دفاع وزیر او ورسره پلاوی قطر ته رسېدلی دی.
په عین وخت کې د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلی، چې د دغې هېواد د دفاع د وزیر په مشرۍ یو لوړرتبه پلاوی به نن دوحه کې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي. د دواړو هېوادونو پلاوی داسې مهال قطر ته ځي، چې پاکستان د شنبې پر شپه پکتیکا کې برید سره پیل شوی اوربند نقض کړ. دغې برید کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ وروسته له هغې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې پیل شوې، چې تېره اونۍ کابل کې له دوو بریدونو وروسته طالبانو هغه د پاکستان هوايي بریدونه وګڼل. طالبان وايي، پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کړی.
له بل طرفه د افغانستان له پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر خپل ایکس پاڼې لیکلي، چې قطر، افغانستان او پاکستان دې ته وهڅوي چې ۴۸ ساعته اوربند وغځوي.
خو خلیلزاد بیا پاکستان د اوربند په ماتولو تورن کړی او ویلي یې دي، چې تېره شپه پاکستان پکتیکا کې په هوايي بریدونو سره اته د کرېکټ ځايي لوبغاړي او نور ملکي وګړي وژلي دي.
خلیلزاد لیکلي: «قطر یو رښتینی منځګړی دی. آیا پاکستان یو رښتینی ګاونډی دی؟ که هو، نو باید پر افغانستان بریدونه ودروي، د خپل هېواد د ناکامیو مسؤلیت ومني، اوربند ته درناوی وکړي، او د قطر د سولې د هڅو سره رښتینې همکاري وکړي.»
پر پکتیکا د پاکستان تازه بریدونه
که څه هم دواړو لوریو تېره چهارشنبه ۴۸ ساعته اوربند اعلان کړ، خو د طالبانو ویاند وايي تېره شپه پاکستاني ځواکونو یو وار بیا پر ملکي وګړیو برید وکړ.
مجاهد وايي: «تیره شپه یوځل بیا د پاکستاني فوځیانو لخوا په پکتیکا کې په ملکي ځایونو هوايي بریدونه وشول چې یو تعداد ملکي هېوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول. اسلامي امارت د پاکستاني فوځیانو متکرر جنایت او د افغانستان د حریم نقض په تر ټولو سختو ټکو غندي او دا سې کړنې پارونې عمل او د جګړې د اوږدیدو هڅه بولي.»
مجاهد د وروستیو پېښو لامل د «پاکستان له لوري تېری» بللی او ویلي یې دي، چې افغانستان په سولهییز حل او سیمهییز امن باور لري.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوي دي. پاکستان د کابل اوسني واکمن تورنوي، چې پاکستاني طالبانو ته یې خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه پاکستان کې بریدونه تنظیموي؛ خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي، چې پاکستان کې ناامني د هغه هېواد خپلې کورنۍ ستونزې دي.