1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ظاهرآ ایران ډیر غني شوي یورانیم په اختیار کې لري

۱۴۰۲ خرداد ۱۱, پنجشنبه

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور پربنسټ ایران د ۲۰۱۵م کال د اټمي هوکړې په پرتله ۲۳ چنده زیات غني شوي یورانیم په اختیار کي لري.

آرشیف: د یورانیمو د اټم د سمبول انځور
آرشیف: د یورانیمو د اټم د سمبول انځورانځور: Dado Ruvic/REUTERS

د دې ادارې یوه محرم راپور چې څو خبري آژانسونو ته رسېدلی، ښيي چې په ایران کې د غني شویو یورانیمو اندازه ۴،۷۴ ټنو ته رسېږي. آند دا چي د ۲۰۱۵م کال په اټومي هوکړه کې د غني شويو یورانیمو تر ټولو لوړه اندازه ۲۰۲،۸ کیلوګرامه ټاکل شوې وه.

د یوه بل راپور له مخې، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په لوړه کچه د پخو شوو یورانیمو د لوړې اندازي په موجودیت کي د یو بل نا اعلان شوې اټومي سایټ په اړه څېړني وځنډولې.

یادې ادارې لیکلي دي چې د فارس په سویلي ولایت کې د میروان سیمې په اړه نوري پوښتنې نه لري. په دې راپور کې ویل شوي دي چې د اټومي پلټونکو دغه څېړني په اوسنۍ شیبه کې پای ته رسیدلي او له تهران څخه یې مناسب توضیحات ترلاسه کړي دي.

ايران د اټوم بم جوړولو ته څومره نزدې دی؟

د څارنې کمرې به بیا فعالې شي

میروان یو له هغو دریو ځایونو څخه دی چې ممکن نا اعلان شوي اټومي تاسیسات ولري، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په دې وروستیو کې په دې ځایونو کې د یورانیم ټوټي هم کشف کړي.

په مارچ میاشت کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له ایران سره د اټومي تاسیساتو د معاینې په اړه په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ. د یادې نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ایران ته له خپل سفر وروسته وویل چې تهران چمتو دی په دې تاسیساتو کې د څارنې کمرې بیا فعاله شي.

ایران د اتومي دستگاه د ساتني له پاره دفاعي توغندي نصب کړل

تیر کال، تهران په اټمي تاسیساتو کې تفتیشونه په چټکۍ سره کم کړل او د څارنې کمرې یې بندې کړې. پر دې سربیره، دواړو خواو په مارچ میاشت کې موافقه وکړه چې د فردو ښار ته نږدې د ځمکې لاندې په اټومي تاسیساتو کې تفتیشونه پیاوړي کړي.

په دې سیمه کې تر دې مخکې د یورانیمو ډېرې لوېې ټوټي کشف شوې وې. دې کشف د لوېديځ اندېښنې پياوړې کړې چې ښايي ايران له خپل اټومي پروګرام څخه د اټومي بمونو د جوړولو له پاره کار واخلي. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، د یورانیمو دغه ټوټي تر ۸۴ سلنې پورې غني شوي دي.

د ايران د اټومي پروګرام په اړه د نړيوالو بې باوري

د اټومي بم د جوړولو له پاره شاوخوا ۹۰ سلنه غني شوو یورانیمو ته اړتیا ده. ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو ادعاوې ردوي او پرځای یې د یورانیمو د غني کولو په پروسه کې د احتمالي غیر ارادي بدلونونو په اړه خبرې کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل