1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان دي د اسلام آباد او ټي ټي پي ترمنځ يو انتخاب کړي»

نجيب الله زيارمل
۱۴۰۴ آذر ۱۷, دوشنبه

د پاکستان يوه جنرال په افغانستان کي د طالبانو پر ادارې ږغ کړی دی، چي له اسلام آباد سره د اړيکو ساتلو يا پاکستاني طالبانو د ملاتړ ترمنځ، هغه ډله چي په وروستيو کلونو کي د خونړيو بريدونو مسئوله ده، انتخاب کړي.

جنرال عاصم منير
عاصم منير افسرانو ته وويل چي په کابل کي د طالبانو ادارې ته «روښانه پيغام» ابلاغ سوی دیانځور: W.K. Yousufzai/AP/picture alliance

جنرال عاصم منير، دغه څرګندونې په راولپنډۍ کي په خپل مقر کي وکړې، په هغه ځای کي چي د پوځ د درو سرو څانګو له خوا وستايل سو او د پاکستان د وسله والو ځواکونو د مشر په توګه خپله دنده پيل کړه.

پر دې دندې د هغه ګمارنه تيره اونۍ تائيد سوه او لکه څرنګه چي چارواکو ويلي دي، دا به د سيمه ايزو امنيتي تحرکاتو د بدلون په جريان کي د پوځ، سمندري ځواکونو او هوايي ځواکونو ترمنځ همږغي نوره هم ښه کړي.

منير وويل چي د دفاعي ځواکونو نوی مرکزي دفتر يو تاريخي ګام دی، چي مخ پر زياتېدونکي امنيتي ګواښونو ته د ځمکي، هوا، سمندر، سايبري امنيت او معلوماتو په برخو کي د همږغۍ د پياوړتيا له پاره د پوځ د درو څانګو متحده قومانده رامنيځته کيږي.

عاصم منير افسرانو ته وويل چي په کابل کي د طالبانو ادارې ته «روښانه پيغام» ابلاغ سوی دی: «دغه اداره بايد د پاکستان او «فتنه الخوارج» ترمنځ پريکړه وکړي. فتنه الخوارج اصطلاح پاکستاني چارواکي د پاکستاني طالبانو د منع کړل شوې ډلې له پاره کاروي هغه ډله چي په تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په نوم هم پيژندل کيږي.

که څه هم د پاکستاني طالبانو ډله له افغان طالبانو څخه يوه جلا ډله ده، خو له افغان طالبانو سره نږدې اړيکي لري او له هغه وخت راهيسي چي طالبان بيا په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي دغه ډله نوره هم زړوره سوې ده.

په افغانستان کي د طالبانو ادارې تر اوسه پوري په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

افغانستان د بديلو سوداګريزو لارو په لټه کې دی

03:01

This browser does not support the video element.

د دغو دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ اړيکي وروسته له هغه خرابي سوې چي په اکتوبر مياشت کي د دواړو په سرحدونو کي خونړۍ نښتي وسوې او په لسونو سرتيري، ملکي وګړي او شکمن وسله وال ووژل سول او په لسونو نور ټپيان سول.

دغه تاوتريخوالی د اکتوبر میاشتي پر ۹ نېټه په کابل کي تر يوې چاودني وروسته رامنځته سو، چي طالبانو يې پړه پر پاکستان واچوله. وروسته بيا د دواړو هيوادونو ترمنځ په قطر کي پر اوربند توافق وسو او تر ډېره پرځای پاته دی. خو په نوامبر مياشت کي په استانبول کي د دواړو ترمنځ درې پړاوه خبري بې نتيجې پای ته ورسېدلې.

له هند سره په جګړه کي د منير رول

منير د روان کال په پيل کي، هغه وخت چي پاکستان اعلان وکړ چي هند يې په څلور ورځنۍ جګړه پر شا تمبولی دی، شهرت ته ورسېد. په اټومي وسلو سمبال دغو دواړو ګاونډيو هيوادونو په می مياشت کي له هغه وروسته چي هند په پاکستان کي وسله وال په نخښه او هغوی يې په کشمير کي د ۲۶ سيلانيانو په وژنه تورن کړل، يو پر بل باندي بريدونه وکړل.

شخړه له هغه وروسته سړه سوه چي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ اعلان وکړ چي هند او پاکستان پر «بشپړ او سمدستي اوربند» موافقه کړې ده.

منير وويل چي د جګړې په جريان کي ترسره سوي عمليات به د راتلونکو جګړو له پاره «د درس نمونه» وګرځي. او دغه راز يې په دغه جګړه کي د پاکستان هوايي او سمندري ځواکونو پرسونل ته د نقش په اړه جايزې ورکړې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب