عام وګړي: طالبانو په سپين بولدک کې په «چور» لاس پوري کړی
۱۴۰۰ تیر ۲۵, جمعه![Pakistan Grenzstadt Chaman Menschen mit Taliban-Flagge](https://static.dw.com/image/58264507_800.webp)
د سپين بولدک ولسوالۍ اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو له پاکستان سره نژدې دغي سمي تر نیولو وروسته کورنه چور او د هغو حکومتي چارواکو چې خپله تښتیدلي، موټرونه يې له ځانه سره وړي دي.
د سپين بولدک اوسیدونکي، ثناالله د پنجشنبې په ورځ د تیلفون له لارې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «طالبان له موټرسیکلونو او موټرو سره پر ښار راغلل.» هغه ویلي دي چې د«حکومتي چارواکو کورونه لوټ شوي دي... داسې لکه چې هغوی دوې لسیزې غچ ته په انتظار ول.» د طالبانو ویاند ویلي دي چې دغه ادعاوې ناسمې دي.
طالبانو دغه ښارګوټی چې د پاکستان بلوچستان ایالت ته مستقيمه لار لري، د چهارشنبې په ورځ ونیو. خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نن جمعه د دغي ولسوالۍ د بیرته نيولو خبر ورکړ.
د طالبانو پلویانو داسې انځورنه خپاره کړي دي چې ويل کيږي د افغانستان د سرحدي سیمو اړوند دي. دغه انځورنه ښيي چې وسله وال طالبان پر ساختمانونو باندې خپل بیرغونه لګولي.
دغه انځورنه همدا ډول د طالبانو یو شمیر غړي ښيي چې په خالي شوو کورنو کې هر لور ته له پرتو اجناسو سره ښکاري. په دې کې يو کور ښودل کيږي چې ويل کيږي د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق دی. نوموړی په ۲۰۱۸م کال کې د طالبانو له خوا ووژل شو.
د فرانسې خبري آژانس ويلي دي چې په خپلواکه توګه د دغو انځورونو تائيد، د امکان وړ نه ده. طالبان په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې د ملي پوځ او ملي پولیسو د مرکزونو په چور او غلا باندې تورن شوي دي.
جاويد چې په دغه ښار کې یو مستری دی، د فرانسې خبري آژانس ته يې وويل: «طالبانو تقریباً د ټولو حکومتي چارواکو کورونه لوټ کړي دي او تر هغوی وروسته حتی ځايي اوسیدونکي هم راغلي او چور کړي يې دي.» هغه زیاته کړه: «زره داره وسایط هم ویجار شوي دي.»
د سیمي مشرانو ويلي دي چې طالبانو خلکو ته ویلي دي چې له سیمې تيښته و نه کړي تر څو ګډوډي رامنځ ته نه شي.
د عبدالولي په نوم یوه دوکاندار د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «طالبانو د لاوډسپيکرونو په ذریعه خلکو ته ډاډ ورکاوه چې د هغوی له خوا ورته کومه ستونزه نه رامنځته کیږي او دوی د خپلو کورونو پريښودو ته اړ نه دي.»
د محمد رسول په نوم یوه سوداګر دغه آژانس ته وويل: «سوداګر ویره لرې چې وضعيت به تر دې هم خراب شي. هغوی ډاریږي چې مالونه به یې لوټ شي. ډير شمیر فرصت طلبه خلک منتظر دي.»
چاروکوا په چټکۍ سره د پاکستان پر لور د چمن بندر وتاړه او ګڼ شمیر لارۍ او په سلونو افغان سوداګر د پاکستان لور ته بند پاته دي. يوه سرحدي چارواکي وويل چې وروسته دغه بندر خلاص شو، خو یوازې د پلې تلونکو کسانو له پاره.
په سیمه کې د حاجي هستي محمد په نوم یوه سوداګر وويل: «طالبانو سوداګرو ته ويلي دي چې د پاکستان له چارواکو سره په تماس کې دي تر څو له هغوی سره د لارې په خلاصيدو یو توافق ته ورسیږي. هغه وویل: «د میوو سوداګر په سرحد کې د وضعيت په اړه انديښمن دي.» هستي وويل: «دا د افغانستان په سويل کې یوازينۍ تجارتي لار ده، موږ ورته منتطر یوو.»