د فلسطين مشر محمود عباس په قهر دی. ځکه چي اسرائيلو په ختيځ بيت المقدس کي لس ودانۍ له۷۰ کورونو سره ونړولې. اوس نو عباس له اسرائيلو سره د سولي تړون د لغؤ کیدو تهدید کړی دی.
انځور: Reuters/M. Qawasma
اعلان
له هغه وروسته چي اسرائيلو د تیري دوشنبه په ورځ(د جولای۲۲ مه) په ختيځ بيت المقدس کي لس ودانۍ د ۷۰ کورونو سره ونړولې، د فلسطين د خودمختاري ادارې مشر، محمود عباس په رام الله کي د یوې فوق العاده جلسې پرمهال وویل چي موږ به له ۱۹۹۳م کال راهیسي له اسرائيلو سره د سولي تړون لغؤ کړو. دغه خبر د فلسطين خبري آژانس وفأ ورکړی دی.
ویل کیږي چي یوه کمیټه به نن د جمعې په ورځ ددغي پريکړي پر عملي کولو باندي خپل کار پيل کړي. خو عباس دغه ډول تهدیدونه پخوا هم کړي ول، مگر هیڅ وخت عملي سوي نه وه. تر ټولو دمخه له اسرائيلو سره امنیتي گډ کار عملأ جریان لري.
اسرائيل او د فلسطين خودمختاره اداره په مختلفو برخو کي سره همکاري لري. له هغې جملې څخه د اوبو په تهیه کولو او امنیتي برخه کي. او که فلسطينیان له اسرائيلو سره د سولي تړون لغؤ کړي، نو کیدای سي په لويديځ اردن کي امنیتي وضعیت خراب سي.
انځور: picture-alliance/AA/I. Rimawi
غیر قانوني نړول
عباس په شرقي بيت المقدس کي فوق العاده جلسه تر هغه وروسته راوبلله، کله چي دغه ۷۰ کورونه د اسرائيلي پوځ له خوا ونړول سول. اسرائيل ددغو کورونو د نړولو دلیل دا راوړي، چي هغه د اسرائيلو هغو دستگاوو ته نژدې جوړ سوي دي، چي اسرائيل غواړي د ختيځ بيت المقدس په الحاق سوي برخه کي د يهودي ناقلينو له پاره نوي کورونه جوړ کړي.
اروپايي ټولني د فلسطيني کورونو پر نړولو باندي انتقاد کړی دی. د دغي ټولني د خارجي مسایلو استازي، فیدریکا موگريني ویلي دي چي د اسرائيلو د ناقلینو سیاست د «بين المللي حقوقو له مخي غیر قانوني» دی.
انځور: Reuters/K. Al-Mousily
فلسطينیان پر اسرائيلو باندي تور لگوي چي غواړي د امنیتي دلایلو او ناقلینو کورونو ته د نژدې والي په پلمه هغوی له خپلو سیمو څخه وباسي، تر څو يهودي ناقلينو ته نوي کورونه اعمار او په منځ کي یې ارتباطي لاري جوړي کړي.
عباس پرون پنجشنبه (د جولای ۲۵مه) په خپله وینا کي د اسرائيلو دغه عمل «اتنیکي تصفیه او د بشریت په مقابل کي جنایت وباله.» په عین حال کي هغه له اسرائيلو سره پر«عادلانه، هراړخیزي او دوامداري سولي» باندي ټینگار وکړ.
اسرائيلو او فلسطينیانو په ۱۹۹۳م کال کي د سولي لومړنی تړون امضأ کړ. خو د یوې دوامداري سولي په خاطر مذاکرات له ۲۰۱۴م کال راهیسی قطع سوي دي. په فلسطيني سیمو کي د اسرائيلو د ناقلینو سیاست د مذاکراتو د نه کولو یو لوی خنډ دی.
اسرائيلو په ۱۹۶۷م کال کي د یوه شپږ ورځنی جنگ پر مهال د نورو ترڅنگ غربي اردن، د غزې تراډه او ختيځ بيت المقدس اشغال کړل. هغوی په دې منځ کي په غربي اردن او شرقي بيت المقدس کي د يهودي ناقلينو له پاره تر ۶۰۰۰۰۰ اضافه کورونه جوړ کړي دي. خو فلسطينیان بیا دغه منطقې دخپل یوه مستقل دولت د جوړولو په خاطر بیرته غواړی.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.05.2017)
د بیت المقدس نن او پرون
دونلد ترمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې په بیت المقدس کې مقدس دیوال ته ورغلی. بیت المقدس د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د کړکیچ یو مهم سمبول دی. په دې انځوریز البوم کې د بيت المقدس تاریخ ته لنډه کتنه شوې.
انځور: Reuters/R. Zvulun
د جبل الزیتون یا د زیتونو د غره نننۍ بڼه
سیلانیان د بیت المقدس په زاړه ښار کې د جبل الزیتون له غره څخه د سیمې ښکلې منظرې کتلای شي. د زاړه ښار د دې تپې سلسله په ختيځ او شمالي برخه کې د زیارت له تپې سره نښتې ده. په انځور کې په واضح ډول د زاړه ښار دیوال او د طلايي ګنبدې زیارت لیدل کیږي، کوم چې د اسلام په تاریخ کې تر ټولو پخوانی مقدس ځای دی. په نورو ژبو کې دغې تپې ته د زیتونو غر له دې امله وايي چې پر دې تپه د زیتونو ډېري وني ولاړي وې.
انځور: Reuters/R. Zvulun
د جبل الزیتون پخوانۍ بڼه
کابو۵۰ کاله مخکې حالت په بشپړه توګه توپیر درلود. په دې انځور کې چې د ۱۹۶۷م کال د جون میاشتې پر ۷ نیټه ثبت شوی د بیت المقدس او د دیوال ځای ته په کتو دا واضح ده چې دغه انځور د جبل الزیتون په تپه کې اخیستل شوی. د شپږ ورځنۍ جګړې پرمهال د زیتونو غر د سرتیرو يوه پوسته وه.
انځور: Government Press Office/REUTERS
د مسجد القصی نننۍ بڼه
تر مکې مکرمې او مدینې منورې وروسته، مسجد القصی چې د بیت المقدس په زاړه ښار کې موقعیت لري د اسلام دریم مقدس ځای ګڼل کیږي. دغه مسجد د یهودانو له پاره مقدس ځای ګڼل کیږي. له ۱۹۶۷م کال راهیسې اسرائیل د دې سیمې د امنیت مسئولیت پر غاړه لري.
انځور: Reuters/A. Awad
د مسجد القصی پخوانۍ بڼه
مسجد القصی د دې ښار تر ټولو ستر مسجد دی او لغوي معنی یې د عبادت له پاره لیري ځای دی. د دې مسجد د رغونې چاري۸۰۰ کاله مخکې پای ته رسیدلي. دغه ستر مسجد چې له څو کوچنیو مقدسو ځایونو، باغ او فوارو سره جوړ دی، د اسلام مقدس او سپیڅلې ځای گڼل کيږي. د جومات په دننه کې اوه کتاره جوړي شوي چې ټولټال ۴۰۰۰ عبادت کوونکي پکې ځایدلای شي.
انځور: Reuters/
باب العمود یا ولاړه دروازه
دغه ولاړه دروازه د بیت المقدس عیسوي او عرب توکم سره بیلوي. د دروازې تر تیریدو وروسته کوچنۍ عربي بازار د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره کړې. سربیره پر دې، د بیت المقدس د شمالي دروازې دغه سیمه له کلونو راهیسې د فلسطنیانو د بریدونو ځای ګڼل کیږي.
انځور: Reuters/R. Zvulun
پخوانۍ باب العمود یا ولاړه دروازه
باب العمود چې د دمشق یا سوریې دروازه هم ورته وايي له دې امله هم ډیره مشهوره ده چې په ۱۶م قرن کې د عثماني خلافت له خوا په دېوال کې جوړه سوې دغه دروازه د سوریې او دمشق د تګ را تګ لار وه. د موټرو او خلکو له ګڼه ګوڼې پرته په دې انځور کې چې په ۱۹۶۷م کال کې اخیستل شوی ډیر توپیر نه دی راغلی.
انځور: Reuters/
د زاړه ښار اوسنۍ بڼه
دغه زوړ ښار د سلطان سلیمان په دوران کې د ۱۵۳۵ او ۱۵۳۸م کلونو ترمنځ جوړ شوی. په ۱۹۸۱م کال کې دغه زوړ او تاریخې ښار د ملګرو ملتونو د تاریخې ځایونو یا یونیسکو کې هم د نړۍ د تاریخې سیمو په توګه ثبت شوی دی.
انځور: Reuters/A. Awad
د زاړه ښار پخوانۍ بڼه
ځیني شیان بدلون نه مومي. د دغه انځور تر اخیستلو کابو۵۰ کاله وروسته هم هلکان په دې سیمه کې ګرځي. دوی په لاس پخې شوي ډوډۍ او نور خوراکي توکي پلوري.
انځور: Reuters/Fritz Cohen/Courtesy of Government Press Office