عبدالله: بين الافغاني مذاکرات به په سبتمبر کې پېل شي
۱۳۹۹ شهریور ۶, پنجشنبه![Schweiz Weltwirtschaftsforum in Davos - Abdullah Abdullah](https://static.dw.com/image/47206280_800.webp)
رويترز خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ (د اگست ۲۷ نیټه) د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله له قوله ويلي چې هيواد یې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته چمتو دی. هغه دیپلوماتيکه پروسه چې د افغانستان له لسیزو راهيسې د روانې جگړې د ختمولو له پاره ورته اړتيا ليدل کيږي.
عبدالله ويلي دي چې افغان چارواکي له سپتمبر میاشتې څخه دغه مذاکراتو ته چمتو دي.
نوموړي دا څرگندونې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره تر يوه تليفوني تماس وروسته کړي دي. د عمران خان د فيسبوک د رسمي پاڼې په حواله په دې خبرو اترو کې دواړو مشرانو د بين الافغاني خبرو پر پېلولو ټينگار کړی دی. عمران خان ويلي ول چې د افغانانو ترمنځ خپل منځي مذاکرات بايد ژر تر ژره پېل شي.
اړونده موضوع:اشرف غني: د باعزته سولې له پاره مو ټول شرایط برابر کړي
نوموړي په دې ترڅ کې ويلي دي چې د افغانستان اوږده جگړه پوځي حللاره نه لري او دا جگړه بايد د خبرو اترو له لارې يوه سياسي حل ته ورسيږي. هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پر پياوړي کولو ټینگار کړی وو.
دمگړۍ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په پام کې نيول شوي خبري اتري د طالبانو د پاتې بنديانو د آزادو پر سر لانجې له کبله ځنډيدلي دي.
د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ډله د خبرو اترو ميز ته دواړو خواوو د کښينولو له پاره هلې ځلې کوي څو دوی خپل منځي اختلاف ختم کړي او د امريکا د تاريخ دا ټولو اوږده جگړه ختمه کړي.
bs/nz (Reuters)