1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امریکا وتل به د پاتو ځواکونو پر جنګي وړتیا اغیز و نه کړي»

۱۳۹۷ بهمن ۴, پنجشنبه

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، ویلي دي چې واشنګټن د افغانستان حکومت ته ډاډ ورکړی دی چې له دې هیواد څخه د ځواکونو هر ډول وتل به د پاتو سرتیرو پر جنګي وړتیاو اغیزه و نه لري.

Schweiz Weltwirtschaftsforum in Davos - Abdullah Abdullah
انځور: picture-alliance/Keystone/L. Gillieron

د عبدالله په خبره د تیري میاشتي هغه خبر چې ګواکې ولسمشر دونالد ترمپ غواړي له افغانستانه خپل ۵۰۰۰ عسکر وباسي، افغان حکومت اندیښمن کړی وو. خو هغه روښانه کړې ده چې له هغې مودې راهیسې بیا امریکايي چارواکو افغان حکومت ته ویلي دي چې تر اوسه پورې داسې پریکړه نه ده شوې او دا چې واشنګټن د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ژمن دی.

عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي فورم غونډې په څنډه کې رويترز خبري آژانس ته وویل: «البته چې په لومړي سر کې دې موضوع موږ ټول اندیښمن کړو. خو وروسته بيا د هغوی [امریکایانو] له استازو سره تر اړیکې وروسته پوه شولو چې آن که امریکا و هم وځي، نو دا کار به په قسمي توګه وکړي او پر جنګي وړتیاو به اغیز و نه لري.»

اجرائیه رئیس روښانه نه کړه چې که امریکا متحده ایالات په افغانستان کې تر ۹۰۰۰ لږ ځواکونه ولري نو څرنګه به وشي کړای چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزني تر څنګ، په څو برخو کې خپل ماموریتونه جاري وساتي. امریکا اوس افغان ځواکونو ته مشورې ورکوي، او پر طالبانو او نورو یاغیانو هوایي بریدونه کوي.

ترمپ غواړي د افغانستان شخړه ژر تر ژره حل کړي. که څه هم د هغه د کار له پیلیدو سره داسې ویرې موجودې وې چې امریکا له افغانستانه خپل سرتیري باسي، خو ترمپ بیا په ۲۰۱۷م کال کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر زيات کړ. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې یو ځل بیا داسې رپوټونه ورکول کېږي چې ترمپ غواړي له افغانستان څخه خپل په زرونو سرتیري وباسي.

عبدالله ویلي دي چې په افغانستان کې به د امریکا متحده ایالاتو حضور یوازې په هغه صورت کې چې په دې هیواد کې سوله راشي، پای ته ورسیږي. هغه زیاته کړې ده: «هغه جزئیات چې بیا وروسته راووتل، موږ تر یوه حده ډاډه کړو.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب