1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله د رايو شمېرنه بيا نه مني

۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنو د کميسيون هغه هڅه چې بيا شمېرنه تر سره کړي، د نوماند عبدالله له خوا درول شوې ده. هغه ويلي چې خپل څارونکي به پرې نه ږدي چې پکې حاضر وي.

Der afghanische Präsidentschaftskandidat Abdullah Abdullah in einem Wahllokal in Kabul, Afghanistan
انځور: REUTERS/O. Sobhani

په افغانستان کې د سپتمبر مياشتې د انتخاباتو په سر اختلافات او ناندرۍ دوام مومي. د ټاکنو کميسیون هڅه کړې چې د رايو بيا شمېرنه پيل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي د حکومت دواړو سرانو، ولسمشر اشرف غني او د هغه اصلي سيال او اجرائيوي مشر، عبدالله ولسمشرۍ ته هم ولاړ ول.

د افغانستان د ټاکنو قانون د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو پر استازو باندې د رايو د شمېرنې د بهير د نظارت او څارنې حکم کوي. خو ښاغلي عبدالله د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر په ۱۷مه) وويل چې د ټاکنو کميسيون بايد د رايو بيا شمېرنه ودروي. د هغه دغې خبرې ياد بهير له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی.

له دې کبله معلومه نه ده چې څه به اوس کيږي. عبدالله دغه بهير يو بل وارې هم درولی وو، کله چې يې تېره اوونۍ هم خپل څارونکي د بيا شمېرنې له بهيره وايستل. 

AP/ns-awa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل