عبدالله: د نور په ګوښه کیدو کې د جمعيت موافقه اخیستل شوې وه
۱۳۹۶ دی ۴, دوشنبهد افغانستان اجرائیه وي رئيس عبدالله عبدالله، د دوشنبې په ورځ په کابل کي وزیرانو شورا ته په خپله وینا کې وویل چې یوازي څو اووني مخکې یې د عطا محمد نور له ګوښه کیدو سره موافقه وکړه: «ما یوازې ۱۵ ورځې مخکې موافقه وکړه چې د استعفا منل کیدل دې،[زما تر موافقې] یوه اوونۍ وروسته اعلان شي. هغه وخت د جمعیت اسلامي ګوند مشران له ما سره موافق ول.»
هغه زیاته کړه: «د جمعيت اسلامي مشرتابه زما سره ژمنه وکړه چې په همدې یوه اوونۍ کې به ستونزه حل کړي [....] هغوی له همدې ژمنې سره بلخ ولایت ته ولاړل، خو کله چې راغلل نو مسائیلو بله بڼه غوره کړې وه.»
عبدالله عبدالله پر عطا نور باندي تور ولګاوه چې له اجرائیه وي ریاست څخه په تیریدو او په مستقیم ډول له ارګ سره د خبرو په پایله کې یې د افغانستان یو شمیر فرصتونه له منځه یوړل.
عبدالله عبدالله وویل: «په خواشینۍ سره چې له اجرائیه وي ریاست څخه په تیریدو سره [له ارګ سره د مستقیمو خبرو] هڅې وشوې. هغوي [عطا محمد نور] خپل کسان معرفي کړل او ویل یې چې موږ د افغانستان د خلکو ښه استازیتوب کولی شو. موږ په صبر او حوصلې سره د دې حالت شاهدان هم وو.» عبدالله زیاته کړه: «خو د دې هڅې پایلې موږ ته په بشپړه توګه روښانه وې، چې دا یوه ناکامه هڅه ده.»
عبدالله عبدالله روښانه کړه چې که څه هم د ملي یووالي حکومت د پام وړ لاس ته راوړنې لرلي دي، خو د دې حکومت د جوړیدو تړون نه عملي کیدل او له اجرائیه وي ریاست پرته له ولسمشر سره د خبرو اترو هڅي د لا ډیر پرمختګ امکانات له منځه وړي دي.
د بلخ مستعفي والي، تر دې مخکې په دې دلیل چې په خبره یې عبدالله عبدالله د جمعيت اسلامي ګوند د ونډې په ترلاسه کولو کې ناکامه دی، په مستقیم ډول له ولسمشر سره د خبرو هڅي کړي. خو د هغه له دې هڅو سره په خپله د جمعيت گوند ځيني غړي هم موافق نه ول او تر یوې اوږدې سیاسي ډرامې وروسته، دغه مذاکرات ناکامه شوې.
عطا محمد نور خو په خپله وروستۍ وینا کې دا ادعا هم کړې ده چې هغه په ۲۰۱۴م کال کې د ملي یووالي حکومت د کابینې د جوړیدو پر مهال، تر هغه وروسته چې عبدالله عبدالله له ولسمشر سره په خبرو کې ناکامه شو، کابل ته ولاړ او له ولسمشر غني سره تر خبرو وروسته یې کابینه وویشله. خو عبدالله عبدالله دغه ادعا په کلکه رد کړه، او ویې ویل: «د ملي یووالي حکومت، د وزیرانو د شورا او کابینې په جوړیدو کې، پرته له موږ بل هیچا له ښاغلي ولسمشر سره هیڅ ډول اړیکه نه لرله چې پایله یې د کابینې جوړیدل وي.»
عطا محمد نور چې په وروستیو وختونو کې یې د ارګ له خوا د استعفا منل کیدل اعلان شوي دي، له لومړي سره د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره ښه اړیکه نه لرله. هغه کله له عبدالله او کله هم له ولسمشر غني سره په مخالفت کې وي. خو په تیرو څو ورځو کې له عبدالله عبدالله سره د هغه اختلافات خپل اوج ته رسیدلي دي. آن تر دې حده پورې چې په خپل وروستۍ وینا کې یې پر عبدالله عبدالله باندې خپل ګوند او خپلو مشرانو ته د خیانت کولو تورونه ولګول.
خو عبدالله عبدالله بیا د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې اوس د ټاکنو وخت تیر شوی دی او باید د افغانستان ټولو خلکو ته په یوه سترګه وکل شي: «کله چې د افغانستان خلک ما ته راځي چې زه ورسره هره ورځ وینم، خدای شاهد دی، چې زه هغوی ته پرته له دې چې په پام کې ونیسم چې هغوی د افغانستان له کومې برخې راغلي دي، یوازې د افغانستان د خلکو په توګه چلن کوم.»