1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان رد کړ

مسعود جهش
۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبه

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د ګوښه کیدو امر چې د ارګ له خوا ورکړل شوی وو، رد کړ. عبدالله ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند به د ټاکنو د پایلې تر وروستي کیدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.

PT Präsidentschaftskandidaten für die Wahlen in Afghanistan 2014
انځور: Getty Images

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ویلي ول چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویاند صبغت الله احمدي، له دې دندې ګوښه شوی دی. په اعلامیه کې راغلي ول: «د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویاند صبغت الله احمدي له رسنیو سره د وروستیو غیر مسوولانه څرګندونو له امله له خپلې دندې لیرې شو.»

په اعلامیه کې د احمدي هغو څرګندونو ته چې ارګ یې «غیر مسوولانه بولي» او له کبله یې هغه ګوښه شوی دی، کومه اشاره نه ده شوې. خو د ارګ تر اعلامیې یوازې څو ساعته وروسته د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، هم یوه اعلامیه خپره کړه چې په ترڅ کې یې ټینګار شوی وو چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند به خپل کار ته دوام ورکوي.

په اعلامیه کې راغلي دي: «د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي صبغت الله احمدي د سولې بهیر په ملاتړ د بهرنیو چارو وزارت موقف بیان کړی دی. په دې موقع کې د خلکو ګومارنه او له دندې ګوښه کول یوازې له ټاکنو سره تړاو لرلی شي. له همدې کبله به هغه د ټاکنو د پایلې تر وروستي کیدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.»

ولسمشر غني له ډیر وخت راهیسې د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني، سره چې د عبدالله عبدالله له ملاتړو څخه دی، ښې اړیکې نه لري. تر دې مخکې د دې وزارت د یوې بلې چارواکې د معرفي کیدو پر سر هم د اجرائیه ریاست او ارګ تر منځ ترینګلتیا رامنځ ته شوې وه.

د بهرنیو چارو وزارت په انترنتي پاڼې کې د صبغت الله احمدي په حواله په وروستیو څرګندونو کې هغه د سیمې له هیوادونو څخه د سولې د خبرو اترو د بیا پیلولو په موخه د هڅو له کبله مننه کړې ده. پر دې سربیره د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي دي چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان وروستۍ ګډون تر بل هر وخت ډیر «ضعیفه» وو.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ښاغلي احمدي د کومو څرګندونو له کبله خپله دنده له لاسه ورکړې ده. دا هم روښانه نه ده چې ایا هغه به د اجرائیه ریاست د پریکړې پر اساس خپلې دندې ته دوام ورکړي او که د ارګ د فرمان له مخې به د بهرنیو چارو وزارت پریږدي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب