1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله عبدالله: د اجرائیه رئیس په توګه خجالت شوم

۱۳۹۸ خرداد ۶, دوشنبه

اجرائیه رئیس عبدالله په وروستیو وختونو کې د افغان ولسمشر له خوا د څو وزیرانو پر ګوښه کیدو باندې نیوکه وکړه او ویې ویل چې د وروستیو تبدیلیو په اړه خبر نه وو. عبدالله وویل چې تر ټاکنو مخکې د وزیرانو تبدیلي سیاسي پریکړي دي.

Abdullah Abdullah
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې یو ځل بیا په حکومت کې پر خپل شریک باندې نیوکې وکړې او ټینګار یې وکړ چې تر ټاکنو لږ وخت مخکې د وزیرانو ګوښه کیدل، سیاسي اقدامات دي.

د عبدالله په خبره ډیر وخت نه ګوښه کیدونکي وزیران او نه هم دی د ولسمشر غني له پریکړو خبر وي.

عبدالله زیاته کړه: «د خواشینۍ خبره خو دا ده چې د بدلونونو په صورت کې د مربوطه وزیر په ګډون د افغانستان خلک د ټولنیزو رسنيو له طریقه خبریږي.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره اوونۍ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، اوبو او انرژي او لوړو زده کړو وزارتونو پخواني وزیران له دندې ګوښه، او پر ځای یې نوي سرپرستان وګومارل.

عبدالله عبدالله چې د ملي یووالي حکومت د کار له پیل راهیسې پر ولسمشر غني باندې له هغه سره د مشورو نه کولو ادعا کوي، ټینګار وکړ چې د تازه پریکړو په اړه هم له هغه سره مشوره نه ده شوې.

هغه زیاته کړه: «زه په رښتیا سره چې د اجرائیه رئیس په توګه خجالت شوم چې د هغو وزیرانو له ډلې څخه چې دنده یې پای ته رسیدلې وې یو یې له ما څخه وپوښتل چې ایا تاسو په جریان کې واست، او ما ورته ځواب ورکړ چې نه زه پرې خبر نه وم.»

عبدالله ټینګار وکړ چې په اصل کې باید دغه کسان وغوښتل شي او آن که د کار په اړه نیوکې هم موجودي وي، باید په حضور کي يې ورته وویل شي چې کار یې پای ته رسیدلی دی: «لږ تر لږه انساني روش دا دی چې دغه خلک ور وغوښتل شي او د هغوی د کار د پای ته رسیدو په اړه ورسره خبرې وشي.»

د اجرائیه وي رئیس په حواله اوس وضعیت داسې دی چې ګوښه شوي وزیران یوازې د ټولنیزو رسنیو له طریقه د خپلې دندې د پای ته رسیدو خبر ترلاسه کوي.

«تر ټاکنو مخکې د نویو وزیرانو ګومارنه سیاسي اقدام دی»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، او عبدالله عبدالله دواړه په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشري له پاره نوماندان دي. که څه هم د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي دي چې اوسنی ولسمشر باید د جوزا په لومړی نیټه خپل صلاحیتونه نوي ولسمشر ته تسلیم کړي، خو غني بیا هم خپل کار ته دوام ورکوي. ارګ په دې اړه د سترې محکمې پر یوه حکم باندې اتکا کوي چې پکښې راغلي دي چې ولسمشر کولی شي تر ټاکنو پورې پر خپلې دندې پاته شي.

نور نوماندان بیا له ولسمشر غني څخه غواړي چې ارګ یوه سرپرست ولسمشر ته پریږدي چې د ټاکنو له پاره لاره هواره کړي. که څخه هم عبدالله عبدالله، د ولسمشر غني د کار د ختمیدو غوښتنه و نه کړي، خو ټینګار یې وکړ چې د حکومت کړه وړه باید د جوزا تر لومړۍ نیټې وروسته بل ډول شي.

هغه وویل: «د جوزا تر لومړۍ نیټې وروسته باید زموږ کړه وړه او د حکومت اجراآت - د دې په پام کې نیولو سره چې موږ د ټولو نوماندانو له پاره د ټاکنو د یوه مسطح میدان رامنځ ته کولو او په عادلانه شرایطو کې د خلکو حقونو او د رای استفادې حق ته ژمن یوو - باید متفاوت وي.»

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب