عیني شاهدانو ویلی دي، کله چې پولیسو دغه پاکستاني وګړی ونياوه، او د هغه په لاسونو کې یې ولچکونه واچول، نو د نجلۍ پلار د هغه پر لور له یوې چړې سره منډه وکړه. شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي د «ته به نور ژوندۍ پاتې نه شې» چیغې وهلې.
پولیسو پر هغه باندي څو ډزې وکړې او بیا وروسته هغه په روغتون کې سا ورکړه. تورن جنسي تیری کوونکی پاکستانی وګړی په دې پیښه کې نه دی ټپي شوی. نجلۍ او د هغې مور ته اوس روانې مشورې ورکول کیږي.
پولیسو لا تر اوسه پورې په پیښه کې ښکیل کډوال په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.
اوس د پیښې په اړه څېړنې روانې دي. خو د پولیسو ټولنې ویلي دي چې په سیمه کې حاضرو افسرانو اقدامات باید و نه غندل شي.
د دغې ټولنې مشر په برلین کې ویلي دي: «پولیسو باید د دغي پيښي مخه نیولې وای او دغه بريد د هغوی ژوند هم له ګواښ سره مخامخ کړی وو.»
اروپا ته مهاجرت
د افغانستان نه ختمیدونکې ناامني او په آلمان کي نامعلوم انتظار
جرمني ته تازه رسېدلي افغان مهاجر د برلین په پخواني «تمپلهوف» هوایي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي. ځينو مهاجرو تر پنځو میاشتو زیات وخت په دې ځای کې تیر کړی دی او يوې ښې راتلونکې ته هیلي نه لري.
انځور: DW/R. Shirmohammadi
په برلین کي ګڼه ګوڼه زياته وي. خو په دغه ښار کې ټول ښه ژوند نه لري. د دې کمپ ځیني اوسیدونکي که وغواړي چې دباندي ووزي بايد د کمپ له مسئولانو څخه اجازه واخلي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi
که څه هم دا د پناه غوښتونکو موقت کمپ دی، او د آلمان د قوانیو له مخې باید مهاجر تر درو میاشتو وروسته له دې ځای خپل دایمې کمپ ته ولیږدول شي، خو دلته داسي مهاجر شته چې تر پنځو میاشتو یې ډیر وخت تیر کړی دی.