د عراق حکومت وايي چي ځواکونو يې د موصل ښار په بشپړه توګه له داعش څخه نيولی دی. د فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخي د موصل ښار پاتي برخي هم د حکومتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
د عراق د لومړي وزير حيدرالعبادي د دفتر له خوا د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جولای ۹مه نېټه) يوه اعلاميه خپره سوې ده. په دغه اعلاميه کي د هيواد قواوو ته د دغې «مهمي بريا» مبارکي ورکول سوې ده.
موصل د عراق دویم لوی ښار دی. داعش دغه لوی ښار په ۲۰۱۴ کال نيولی ؤ او له هغه ځای څخه يې د عراق او سوريې په بعضو سيمو کي اسلامي خلافت اعلان کړی ؤ. د عراق ځواکونو د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په مياشت کي د موصل د بېرته نیولو عمليات پېل کړي ول.
د موصل ښار ختيځه برخه د روان مېلادي کال په جنورۍ مياشت کي د عراقي ځواکونو له خوا ونيول سوه. د هغه څخه يوه مياشت وروسته د ښار د لوېديځي برخي د نيول کيدو عمليات پېل کړل سول. په دغو عملياتو کي د عراق د ملي اردو تر څنګ شعيه او نوري ملېشې هم برخه والي دي.
د عراق په موصل ښار کې له يو نیم کال راهيسي جګړه روانه ده. اوس هم د دغه ښار ډيري برخې د داعش په کنترول کي دي. دلته انسانان کوښښ کوي چې له دې ښاره د همام العلیل کمپ ته سيمي ته وتښتي.
انځور: Getty Images/C. Courtد موصول ښار په شل کليومترۍ کې په يوه کمپ کې په زرونو کسان اوسيږي چې ډير يې ماشومان دي. دغي سيمي ته له ښاره تر درې سوه زرو پوري کسان د داعش له ويري تښتېدلي دي.
انځور: Getty Images/C. Courtد دغو تښتيدلو کسانو په منځ کې شل کلن امجد ګالادي، د هغه مېرمن او درې ماشومان هم دي. دی وايې له هواي بمباریو او لاسي بمونو څخه يې ويره لرله. کله چې هغه وکولای شول له خپلې کورنۍ سره وتښتي نو يې د ماشومانو سترګې تړلي وي، ځکه هغوي بايد دغه ويرونکی حالت نه وای ليدلی.
انځور: Reuters/S. Salemپنځه څلويښت کلنه هانياي ابراهيم او د دې کورنۍ کوښښ کړی چې دغه خيمه لکه د خپل کور په شان جوړه کړي. ابراهيم خپل ميړه د عراق په جګړه کې له لاسه ورکړ. درې اونۍ تر مخه دغه کورنۍ د همام العليل کمپ ته راتښتيدلې ده. دوي د موصول له لويديځ څخه په اته څلويښتو ساعتونو کې تر دې ځايه رارسيدلي.
انځور: Reuters/S. Salemدغه اوه ديرش کلن عراقی عبيد رامدران هم له خپلې کورنۍ سره همام العلیل ته تښتيدلی. کله چې د دوی پر ناحيه باندي د مرمیو باران کيږي نو دوي له هغه ځايه تښتي. په عراق کې موصول ښار د داعش اصلي مرکز دی.عراقي پوځ له خپلو ملاتړ کوونکو سره يوځاي کوښښ کوي چې دغه ښار بیرته ونيسي.
انځور: Reuters/S. Salemد بې ځايه شويو په کمپ کي يو ځوان د خلکو ويښتان جوړوي. په خېمه کې څلور تنه نور هم ښکاري چې د ويښتانو اصلاح کولو په تمه دي، څو وخت ورته ورسیږي. د اصلاح شويو ويښتانو د وروستي ازمايښت له پاره يوه کوچنۍ هنداره راځوړنده ده. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو اداري د معلوماتو له مخې؛ له موصول ښار له لويديځ څخه هره ورځ تر۴۰ زرو کسانو پورې تښتي.
انځور: Getty Images/C. Courtيوه ميرمن په پلاستيکي لګن کې جامې پريمېنځي. د همام العليل کمپ د مهاجرو له پاره یوه لومړنۍ سرپناه برابروي او د ژوند ټول ضروریات پکښې نه شته. په زرونو عراقیان اوس په دغه کمپ کې اوسیږي. د عراق د پوځ له وروستی بريد سره دغه کمپ له مهاجرو ډک شوی دی.
انځور: Getty Images/C. Courtپر ويجاړيو ناست دوه نارينه د ښار لوري ته گوري. پخوا په دي ځاي کې يو کور ودان وو. دغه سيمه يعني د حمام العليل کمپ سیمه مخکي د ترهگري ډلي داعش په لاس کي وه. په نوامبر مياشت کې د عراق پوځ وکولاي شول دغه سيمه آزاده کړي.
ليکونکې : شتیفني هوپنر/ش.ح
انځور: Getty Images/C. Court