عراقي ځواکونو پر فلوجه، برید پېل کړ
۱۳۹۵ خرداد ۱۰, دوشنبه د ورکړل شوو رپوټونو له مخې عراقي ځواکونو له درو اړخونو څخه پر فلوجه ښار باندې حمله پېل کړې ده. د عراق د ترهگرۍ ضد ځانگړو قطعاتو ویاند صباح النورمان، ویلي دي: «موږ نن سهار وختي له داعش څخه د ښار د بیرته نیولو له پاره عملیات پیل کړي دي.» زیاته شوې ده چې د سویلي ولسوالۍ النعمیه څخه د نښتې د ډزو اوازونه اوریدل کیږي. د پوځ د معلوماتو له مخې د داعش جنگیالي سخت مقاومت کوي.
لکه څرنگه چې د دغه ماموریت مسوول قوماندان عبدالوهاب السادي، ویلي دي، د عراق له ځانگړو قطعاتو سره په ځمکنۍ جگړه کې متحدې ملیشي مرسته کوي او همداشان د نړیوال ائتلاف له هوایي ملاتړ څخه برخمن دي.
د خبري آژانسونو د رپوټونو په حواله په تیرو اوونیو کې عراقي قطعاتو د بغداد سویل په پنځوس کیلومترۍ کې پروت د دغه ښار د نیولو له پاره د تهاجمي عملیاتو د پیلولو له پاره چمتوالی نیوه. د فلوجه ښار د ۲۰۱۴م کال په پیل کې د حکومت د سني مخالفینو له لوري ونیول شو او تر هغې څو ورځې وروسته بیا د داعش لاس ته ولوید.
په وروستیو ورځو کې یوازې څو سوه کورنۍ پر دې توانیدلي دي چې له فلوجه ښار څخه وتښتي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې هغوی ویلي دي چې په دغه ځای کې ځیني کسان لا تر مخه له لوږې سره مخامخ دي. د هغوی په خبره داعش د پخوا په څیر له ښار څخه د اوسیدونکو د وتلو مخنیوی کوي. د اټکلونو له مخې اوس هم په دغه ښار کې ۵۰ زره انسانان اوسیږي.