1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق: د کرونا قربانیانو ته څوک په هدیره کې ځای نه ورکوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

په عراق کې سیمه ایز خلک د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې اوس هغو مړو ته په هدیره کې ځای نه ورکوي چې د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

Irak Najaf Tal des Friedens Friedhof
انځور: picture-alliance/AP/Jaber al-Helo

سعد مالک د کرونا ویروس له کبله خپل پلار له لاسه ورکړ، خو دا لا د یوه ویرونکي خوب پيل وو. هغه له یوې اونۍ راهیسې د عراق په هدیرو کې د خپل پلار د ښخولو له پاره ځای لټوي. خو هیڅوک د دغه سپين ږیري د جسد ښخولو له پار د قبر ځای ورکولو ته تیار نه دي.

د کوود-۱۹ په نامه د تنفسي سیستم لمنځه وړونکي دغې ناروغۍ په اړه داسې اندیښنې موجودې دي، چې دا د مړي له جسد څخه په سیمه ایزو خلکو کې خپریدلی شي. له همدې امله د عراق مذهبي مشران، قبایل او نور سیمه ایز خلک د روغتونونو له یخچالونو څخه د داسې کسانو د مړو د را ایستلو مخالفت کوي. اوس دغه مړي په سردخانو یا یخچالونو کې ساتل کیږي.

مالک له فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «موږ تر اوسه پورې نه یو توانیدلي چې د خپل پلار جنازه وکړو او یا يي ښخ کړو. هغه یوه اوونۍ کيږي چي مړ شوی دی.»

کله چې د مالک پلار مړ شو یو شمیر واسله وال کسان چې ځانونه یي قبایلي مشران معرفي کول د مالک کورنۍ ته ګواښ وکړ چې که دوی خپل پلار په دې سیمه کې ښخ کړ، نو دوی به يې موټر وسوځوي.

مالک په ژړغونې آواز سره وایي: «آیا تاسې تصور کولی شئ چې د عراق په شان یو لوی هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو له پاره یوازې څو متره ځای هم نه شي موندل کيدلای.»

د اسلامي لارښوونو له مخې مړی باید د امکان تر حده ژر خاورو ته وسپارل شي او عموماً دا کار په ۲۴ ساعتونو کې کیږي. په عراق کې تر اوسه پورې د کرونا تر ۵۰۰ ډيرې مثبتې پيښې ثبت شوي دي چې ۴۲ کسان ترې مړه شوي دي.

خو په دغه هیواد کې چې شاوخوا ۴ میلیونه نفوس لري د کرونا ویروس ډیرې لږې معاېنې ترسره شوي دي، نو له همدې امله د کرونا ویروس له امله د وژل شویو دقیق شمیر نه دی معلوم. ویل کیږي چې اصلي شمیرې کیدای شي تر دې ډیرې زیاتې وي.

عراقي چارواکو د اپریل میاشتې تر ۱۱ نیټې پورې ګرځ بندیز لګولی دی او خلکو ته لارښوونه شوې چې په خپلو کورونو کې دې پاتې شي او له دې ویروس څخه د ژغورل کیدو له پاره دې ټول وقایوي لارښونې عملي کړي.

په روانه اونۍ کې پلازمېنې بغداد ته نږدې سیمه کې قبایلي مشرانو د هغو څلورو تنو د ښخولو مخه ونیوله چې د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي ول او د روغتیا وزارت چارواکو غوښتل مړي یي خاورې ته وسپاري.

دغه مړي په داسې یو ځای کې ښخیدل چې حکومت د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو د ښخولو له پاره ځانګړی کړی وو. د لسګونو سیمه ایزو خلکو تر احتجاج او غالمغال وروسته دغه مړي بیرته یخچالونو ته ویوړل شول.

بغداد ته نږدې د سیمې یوه اوسیدونکي د نوم پټ ساتلو په شرط فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې سیمه ایزو خلکو پریکړه کې ده چې د هغو مړو ښخولو ته به اجازه نه ورکوي چې د کرونا ویروس له امله یي خپل ژوند له لاسه ورکړی وي: «موږ د خپلو بچو او کورنۍ د غړو روغتیا په اړه ډير انديښمن يوو.»

د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو اچ او، په حواله داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې د کرونا ویروس دې د مړو په وسیله خپور شي. د عراق حکومت ویلي دي چې د داسې اشخاصو د تدفين له پاره به ټول حفاظتي تدابیر تضمینوي، د هغو له جملې څخه په ځانګړو خلطو کې د جسدونو بندول، د ضد عفوني موادو استعمالول او په خاصو تابونو کې د مړو ایښودل شامل دي.

د عراق مذهبي مشر آیت الله علي السیستاني مخکې تر دې ویلي ول چې د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله د مړو جسدونه دې په درې قعطه کفن کې بند کړای شي او چارواکي دې پخپله د هغوی د ښخولو بندوبس وکړي.

خو د هغه پر اعلان سربیره د داسې کسانو د تدفین د ردولو په پيښو کې کمی ونه لیدل شو. په داسې حال کې چې د نړۍ په تر ټولو لویو هدیرو کربلا او نجف کې هم د دې وبا له امله د مړو شویو کسانو جسدونو ته د قبر ځای نه ورکول کیږي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب