عراق ـ ناکراریو کې د وژل شویو شمېر ۲۷۰ ته رسیدلی
۱۳۹۸ آبان ۱۸, شنبهپه ژينیف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمیسارۍ ویلي دي چې د اکتوبر میاشتې د پیل راهیسې د عراق په احتجاجونو کې د ټول هیواد په کچه د ۲۶۹ کسانو وژل کیدل او د تر ۸۰۰۰ ډیرو ټپي کیدل ثبت شوي دي. د کمیسارۍ په خبره ناخپاره شوي شمیرې کیدای شي تر دې ډیرې لوړې وي.
امنیتي ځواکونه د مظاهره کونکو پر وړاندې په بی رحمۍ سره له تاوتریخوالي کار اخلي. د ملګرو ملتونو عالی کمیسارۍ د زور زیاتیو د بندیدو غوښتنه کړې او له حکومت څخه یي غوښتي دي چې د مظاهره کونکو حقوقي اندیښنو ته ځواب ووایي.
په عراق کې دننه هم د آیت الله العظمی علي السیستاني په څیر د مطرحو کسانو غږ پورته کیږي چې نور نو نشي کیدای چې دا وضعیت په دې ډول ادامه پیدا کړي.
په عراق کې د شعیه ګانو دغه تر ټولو مهم روحاني مشر هم پر امنیتي ځواګونو تور لګولی دی چې د اعتراض کونکو د سرکوبي کولو له پاره له تاوتریخوالي ډکو لارو چارو کار اخلي، او د بغداد له رهبرۍ څخه یي غوښتي دي هر څومره ژر چې ممکن وي د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایی.
سیستاني یوازې په بحراني شرایطو کې په ورځني سیاست کې مداخله کوي او خبره یي د شعیه اکثریت د عامه نظر د بدلولو په برخه کې ډیر مهم ګڼل کیږي.
نورې مظاهرې او نور مړي
په تیرو ورځو کې په سړکونو کې د وژنو په پيښو کې کموالی نه دی رامنځته شوی. د ژغورونکې املې په حواله په پلازمېنه بغداد کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ۶ تنه او په سویلي بندري ښار بصره کې ۷ تنه د امنیتي ځواکونو او مظاهره کونکو ترمنځ د تقابل په نتیجه کې وژل شوي دي.
همدارنګه د جمعې په ماښام هم په زرګونو تنه د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي پر ضد د مظاهرو له پاره سړکونو ته را وتلي ول. دوی د دوو اونیو راهیسې د ښار په مرکز تحریر میدان د مظاهرو له پاره راټولیږي. امنیتي ځواکونو د مظاهره کونکو د تیت او پرک کولو له پاره یو ځل له اوښکي بهونکي ګازو څخه کار اخیستی دی.
زرغون زون ته تلونکي پلونه تړل شوي
چارواکو په اصطلاح زرغون حوزې ته د خلکو د ورتګ د مخنیوي په خاطر د څلورو پلونونو په وسیله وصل کیدونکي لارې تړلي دي. په دغه سیمه کې ډیر شمیر دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه موقعیت لري.
په عراق کې د اکتوبر میاشتې په اوایلو کې د فساد او بی روزګارۍ د لوړې کچې پر ضد مظاهرې پيل شوې. په همدې منځ کې مظاهره کونکي د حکومت د لیرې کیدو غوښتنه کوي.
gri/kle (epd, rtre, afp) /sn/aa