1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعراق

عراق: په یوه ډله ایز قبر کي ۱۳۹ جسدونه موندل سوي دي

۱۴۰۳ تیر ۲۵, دوشنبه

د عراق موصل ښار ته نیژدې په یوه ۴۲ متره ژوره کنده کي ۱۳۹ جسدونه موندل سوي دي. ښايي دغه جسدونه د داعش په قربانیانو پوري اړه ولري. له هغوی څخه د زیاترو سرونه پرې سوي دي.

Irak Mosul | Massengrab im Irak gefunden
انځور: Ismael Adnan Yaqoob/Anadolu Agency/picture alliance

عراقي چارواکو د موصل ښار په لوېدیځ ۷۰ کیلومترۍ کي پرته سیمه، تل عفار کي په یوه ۴۲ متره ژوره کنده کي ۱۳۹ جسدونه پيدا کړي دي. دغه کسان ښايي داعش ترهګري ډلي وژلي وي.

په عراق کې د ډله ایزو قبرونو د ادارې مشر ویلي دي چي وژل سوي کسان هغه نارینه او ښځي دي چي د داعش یا القاعدې د واکمنۍ پر مهال په دغه سیمه کي وژل سوي دي. د هغوی له کالیو څخه اټکل کیږي چي دغه کسان به په اتنیکي ډلو، ایزدیانو او ترکمنانو پوري اړه ولري او ځينی یې د موصل امنیتي ځواکونه ول. د عراق په شمال ختیځ کي پروت موصل ښار د داعش ترهګري ډلي مرکز بلل کیده.

داعش ترهګري ډلي چې د خپل قدرت په اوج کې «اسلامي خلافت» اعلان کړ، د عراق او سوریې پر ځینو برخو واکمني وکړه. د دغې ډلې غړو د شکنجو او سرونو د پرې کولو له امله په سیمه کي وحشت خپور کړی وو.

د «شهیدانو د ټولني» یوه غړي چي په عراق کي د ډله ایزو قبرونو د کشف مسئول دی، ویلي دي چي قربانیان خاورو ته نه وه سپارل سوي، بلکي په یوه ۴۲ متره ژوره کنده کي اچول سوي ول.

د احمد الاسدي، په خبره، ځیني قربانیان په مرمیو ويشتل سوي او د ځینو بیا سرونه پرې سوي دي. همدارنگه ډېر یې د جسدونو په کڅوړو کي هم موندل سوي دي.

نوموړي مسئول چارواکي ویلي دي چي ځینو وژل سوو کسانو نارنجي کالي چي د داعش د زندانیانو مخصوص رنگ دی، اغوستي دي. جسدونه د پلټنو له پاره عدلي طب ته انتقال سوي دي. 

دغه ډله ایز قبر په ۲۰۱۷م کال کي له هغه وروسته کشف سو چي عراقي ځواکونو نوموړې سیمه له داعش څخه بیرته ونيوله، خو د خاورو د سپړلو عملیات د روان کال په می مياشت کي پیل سول.

د ملگرو ملتونو سازمان د اټکل له مخي، اسلامي جهادیانو تر خپل کنترول لاندي سیمو کي څه د پاسه ۲۰۰ ډله ایز قبرونه پرې ایښي دي چي په هغو کي تر ۱۲ زرو پوري جسدونه موجود دي.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

02:03

This browser does not support the video element.

GP/NZ/DW.Farsi

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل