عربستان له اسراييلو سره د مناسباتو عادي کیدل غواړي
۱۳۹۷ فروردین ۱۴, سهشنبه
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان یو حیرانونکی گام واخيست. هغه د اسراييلو د موجودیت د حق په رسمیت پیژندلو وعده وکړه. دا ډول یو گام تر اوسه پوري د سعودي د محافظه کاره شاهي سلطنت یوه لوړ چارواکي نه وو اخيستی.
اعلان
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان امریکايي مجلې «دَ اتلانتیک» ته ویلي دي: «زه گومان کوم چي ټوله انسانان، هر چیري چي وي، ددې حق لري چي په خپل هيواد کي په سوله ایز ډول سره ژوند وکړي.» سلمان خپلي خبري نوري هم مشخصي او ویې ویل: «زه گومان کوم چي فلسطينان او اسراييلیان د یوه هیواد درلودلو حق لري.»
محمد بن سلمان ټینگار وکړ چي دئ ددې پرضد هیڅ «مذهبي قیودات» نه ویني چي اسراييلیان او فلسطينان څنگ پرڅنگ ژوند سره وکړي، تر کومه ځایه پوري چي په بیت المقدس کي د مسلمانانو مهم مقدس ځایونه، لکه د الاقصی مسجد ساتل سوئ وي.
سلمان بیا وویل: «موږ په بیت المقدس کي ددغه مقدس مسجد په سبب مذهبي او د فلسطين د ولس د حقونو تشویش لرو. خو موږ د یوه بل ولس او ملت پرضد څه شی نه لرو.»
په عین حال کي وليعهد د ښکېلو اړخونو ترمنځ د سولي د یوه تړون څخه خبرداری ورکړ او ویې ویل چي دغه ډول یو تړون ته ډیره اړتيا ده، تر څو د ټولو له پاره ثبات ډاډمن او عادي مناسبات ولري.» د پاچا سلمان زوی ته په سعودي عربستان کي د یوازني قوي شخص په سترگه کتل کیږي.
د ایران پرضد اتحاد؟
د سعودي عربستان محافظه کاره شاهي سلطنت تر اوسه پوري اسراييل په ډيپلوماتيک ډول په رسمیت نه پیژني. خو د پردې تر شا په تیرو کلونو کي د دواړو هیوادونو ترمنځ کرار کرار روابط سم سوي دي. داسي چي، مثلأ سعودي عربستان تیره میاشت په اول وار د اسراييلو په هدف مسافر وړونکو الوتکو ته خپل فضايي حریم په اختیار کي ورکړ. همدا د تیرکال په نوامبر مياشت کي لا د اسراييلو د کابیې یوه وزیر له سعودي عربستان سره ارتباط منلئ ؤ.
له بلي خوا د سني سعودي عربستان او شیعه ایران ترمنځ مخ پر ډیریدونکي تشنج ته په کتو سره په دې اخرو وختونو کي داسي اوازې خپرې سوي دي چي د ریاض حکومت له اسراييلو سره نژدې همکاري غواړي. خو ولیعهد سلمان وايي چي ډیري زیاتي علاقه مندۍ موجودي دي چي هیواد یې له اسراييلو سره شریکوي. هغه ويلي دي: «که موږ سوله ولرو، نو د اسراييلو او خلیج د همکارۍ شورا ترمنځ ډیري علاقه مندۍ هم موجودي دي.»
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم.( 30.12.2017 )
په سعودي عربستان کي کوم بدلونونه راغلي او کوم راروان دي؟
د سعودي عربستان پادشاه سلمان او د هغه ۳۲ کلن زوی شهزاده محمد په ۲۰۱۷ م کال کې د شاهي کورنۍ له خوا رایج کړای شويو په کلونو پخواني قوانين، ټولنیز دودونه او د کاروبار کولو دودیزو طریقو کې د بدلون راوسته. دغه دواړه شخصیتونه اوس پر ځوان نسل تکیه کوي چې د بدلون هیله لري او له مالي فساد څخه هم په تنګ راغلي دي.
انځور: Reuters/F. Al Nasser
ښځو ته د موټر چلونې اجازه
د همدې کال په سپتمبر میاشت کې حکومت د ښځو پر موټر چلونې د بندیز لیري کولو اعلان وکړ. سعودي عربستان د نړۍ هغه یوازنی هیواد وو چیرې چې د ښځو پر موټر چلونې بندیز لګول شوی وو. له ۱۹۹۰ م کال راهیسې به هغه ټولنیز فعالان نیول کیدل چې د ښځو د موټر چلونې حق له پاره به یې غږ پورته کاوه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali
د موټر چلونې لائسنس یا اجازتنامه
په ۲۰۱۸ م کال کې به ښځو ته د موټر چلونې لائسنس یا اجازنتامې د ورکړې لړۍ پيل شي. تر هغې وروسته به دوی د موټر تر څنګ د موټرسائکل د چلونې اجازه هم ترلاسه کړي. دا په ځانګړي توګه د سعودي عربستان د هغو ښځو له پاره یو ډیر لوی بدلون دی چې د هر کار له پاره پر نارينه و تکیه کوي.
انځور: Getty Images/J. Pix
سټیډیم یا لوبغالي ته د ورتګ اجازت
په ۲۰۱۸ م کال کې به ښځې اجازه ولري چې په سټیډیم یا لوبغالي کې د ورزشي لوبو د سیالیو ننداره وکړي. په سټیډیم کې به د ښځو له پاره مشخص ځای موجود وي. په ۲۰۱۷ م کال کې محمد بن سلمان د ولس د غبرګون معلومولو له پاره په ریاض کې ښځو ته سټیدیم ته ورتګ اجازه ورکړه، چیرې چې د ملي ورځې په مناسبت مراسم ترسره کیدل.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine
سنیما
وروسته له ۳۵ کلونو څخه په سعودي عربستان کې یو وار بیا سنیما فعالیږي. په ۱۹۸۰ لسیزه کې سنیماګانې بندې شوې وې. د دې هیواد ډیر شمیر علماء د فلمونو لیدل ګناه ګڼي. د ۲۰۱۸ م کال په مارچ میاشت کې به سنیماګانې خپل فعالیت پيل کړي. مخکې تر دې به سعودی اتباع بحرین یا دوبئ ته پر لویې پردې د فلمونو د لیدو له پاره ورتلل.
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Demianchuk
کانسرت
په ۲۰۱۷ م کال کې ریپر نیلي او ګیمز آف تهرونز، دو هنرمندانو له سعودي عربستان څخه لیدنه وکړه. جان تراولتا، هم دغه هیواد ته تللی وو چیرې چې هغه له خپلو مینه والو سره ولیدل او د امریکا متحده ایالاتو د فلمي صنعت په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hilabi
سیاحت او بکیني
سعودي عربستان به په ۲۰۱۸ م کال کې د سیاحتي ویزو د ورکړې لړۍ پيل کړي. نوموړی هیواد د یوه داسې سیاحتي سیمې د جوړونې اراده لري چیرې چې به د جامو یا لباس اړوند د سعودي عربستان سخت قوانين نه نافذ کیږي. د سعودي شهزاده محمد بن سلمان ویلي دي چې سعودي عربستان باید د «معتدله اسلام» پر لور را وګرځي.