1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي کې پاکستاني سیاستوالو ته سپکاوی شوی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۹, جمعه

د پاکستان لومړی وزیر له یوه جګپوړي هئیت سره عربستان ته په رسمي سفر تللی. مسجد نبوي څخه د ځیني پاکستاني وزیرانو د لیدنې پر مهال هلته ځینو خلکو د «غلو، غلو» شعارونه ورکړي چې له کبله یې پاکستان کې غبرګونونه راپاریدلي دي.

Saudi-Arabien, Masjid al-Nabaw Moschee
انځور: picture alliance/AA/O. Bilgin

تیره ورځ د سعودي عربستان په مدینه منوره ښار کې د مسلمانانو په یوه سپیڅلي ځای مسجد نبوي کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او له هغه سره د تللي پلاوي پر ضد ځینو خلکو شعارونه ورکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ځینو ویډیو ګانو کې لیدل کیدی شي چې د پاکستان د مرکزي کابینې ځینې غړي چې د اسلام د پیغمبر روضې ته ورتلل نو هلته ځینې موجود کسان له دوی راچاپیریږي، او د »غلو، غلو« په څیر شعارونه ورکوي او له هغوی سره توهینونکی چلن کوي.

په مسجد نبوي کې شعارونو ته غبرګونونه

د پاکستان مسلم لیګ ن، ګوند په شمول په حکومت کې شاملو نورو ګوندونو، سیاستوالو او مذهبي شخصیتونو په مسجد نبوي کې شوی دغه عمل غندلی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیره مریم اورنګزیب، له یوه بل وزیر شازین بګټي سره په مسجد نبوي کې وه چې دغه شعارونه ورکول کیدل. مریم اورنګزیب په یوه ویډیويي پیغام کې پرته له دې چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمرا خان نوم واخلي، هغه یې د دغه کار مسوول بللی دی: «دې کس [عمران خان] چې په ټولنه کې کومه تباهي رامنځ ته کړې او نن چې کوم سپکاوی او چلن وشو، د هغې سمیدل به وخت نیسي.»

د پاکستان پخواني کریکټر محمد یوسف هم پر دې پيښه خپله خواشیني ښوولې ده. هغه د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي: «نن چې په روضه کې څه پيښ شول، د هغې په لیدو سره ای خدایه د ټول امت له لوري بخښنه غواړم.»

پر دې سربیره د پاکستان جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم دغې پيښې ته په غبرګون کې ویلي دي چې د پیغمبر د روضې توهین د غندلو وړ دی.

سیاسي نه زغم

د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې په مسجد نبوي کې د شعارونو ورکولو د پيښې شکمن کسان د عمران خان د ګوند تحریک انصاف ملاتړي وو.

د دغه ویډیو په خپرولو سره د پاکستان تحریک انصاف د ګوند یوه مشر فواد چوهدري لیکلي دي چې اوس لا دا خلک په حکومت کې دي او کله چې خلک دوی له پارلمانه وباسي «نو بیا له کورونو څنګه راوزي؟»

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب