خو حوثي ياغيان د چهار شنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې په رابلل شوې غونډه کې ګډون نه کوي، ځکه دا د هغوی په نظر د دښمن سيمه ده. د ریاض په دغه غونډه کې د نړيوالو له خوا په رسميت د پيژندل شوي يمني حکومت، امريکا متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو استازي ګډون کوي.
خو حوثيانو د اوربند دا وړاندیز رد کړی دی او ويلي یې دي چې د بندرونو له بيرته پرانيستل کيدو پرته به د اوربند دا وړاندیز هیڅ معنی ونه لري. د حوثيانو مشر محمد البخيتي د تويتر له لارې ويلي چې «د يمن جبري کلابندي» يوه پوځي کړنه ده، ځکه چې هغه د وسلې په زور عملي کيږي.» نوموړي زياته کړه چې تر څو کلابندي له منځه نه وي تللي، د ائتلاف اعلان بې معنی دی. هغه زياته کړې: «دا په دې معنا ده چې موږ به د محاصرې د ماتولو له پاره خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړو.»
د حوثيانو يو وړاندیز
حوثي ياغيانو د اونۍ په پای يعني شنبې او يکشنبې ورځو کې لومړی د يوه درې ورځني اوربند اعلان کړی وو او د «دايمي» ډز بند وړاندیز یې هم کړی وو. د ياغيانو يو بل مشر مهدي المشاط ويلي ول: «موږ چمتو يو دا [درې ورځنی اوربند] په يوه وروستي او دومداره مکلفيت بدل کړو.»
د يمن بې پايه جګړه
په ۲۰۱۱م کال کې د عربي نړۍ په يو شمير هيوادونو کې خلک د ظلم او بې عدالتۍ پر ضد سړکونو ته را ووتل. د يمن د خلکو غورځنګ هم په دې موخه پيل شو. د يمن مستبد جمهور رئيس ولاړ شو، خو يوه اوږده جګړه یې ترشا پريښوده.
انځور: CARE/Jennifer Bose
غوسه او اميد
لس کاله تر مخه د ۲۰۱۱م کال د فيبرورۍ مياشتې په سر کې د يمن خلکو د جمهور رئيس علي عبدالله صالح د مطلق العنان رژيم پر ضد په مظاهرو پيل وکړ. تر دې يو کال وروسته نوموړي استفا وکړه. خو دا استفاد د آرامۍ باعث نه شوه. د حوثيانو او صالح د پلويانو ترمنځ جګړه د لا زيات تاوتريخوالي او ناآرمۍ سبب شوه.
انځور: Suhaib Salem/REUTERS
حوثيان څوک دي؟
په ۲۰۱۲م کال کې د عبدالله صالح تر استعفا وروسته حوثيانو د هيواد په شمال کې قيام وکړ. هغوی په لومړي سر کې خپلواکي غوښتله خو په جګړه کې تر پرمختګ وروسته يې د واک غوښتونکي شول. حوثي ياغيان چې ایران يې ملاتړ کوي، په څو ځلي له بشري حقونو څخه په سرغړونه هم تورن شوي دي. د روان ميلادي کال په سر کې امريکا متحده ایالاتو دا ډله د ترهګريز سازمان په توګه درجه بندي کړه.
انځور: Hani Mohammed/AP Photo/picture alliance
د جګړې او وسلو تر سيوري لاندي لوېدل
آن کوچنيان هم د جګړې له ناخوالو خوندي نه دي. ډيرو یې ميندې او پلرونه له لاسه ورکړي او بې سرپرسته شوي دي. يوه ځانګړې برخه کې د حوثي ياغيانو له خوا د ماشوم عسکر په توګه کارول کيږي. ځوانان د راتلونکي له پاره هیڅ ليد لوری نه لري.
جګړې د يمن د پولي واحد ارزښت را کم کړی دی چې دا د بيو د لوړوالي سبب ګرځيدلی او پايلې یې بې وزلي او لوږه ده. د يمن د وګړو ستره برخه خپلې اړتياوې نه شي پوره کولی.
دمګړی يو شمير بيړيو ته چې په تيلو بار دي، د الحديده بندر ته د داخليد اجازه نه ورکول کيږي. د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف د يمن پر سمندري او هوايي قلمرو کنترول لري.
پر صنعا او الحديده هوايي بریدونه
تر دې مخکې حوثي ياغيانو په سعودي عربستان کې يو شمیر هدفونه په نخښه کړي ول چې په هغه کې په جده کې د فورمل – ۱ د سیاليو ځغاسته ليکې ته څېرمه د تيلو يوه دستګاه هم شامله وه. د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف د يکشنبې په ورځ د حوثيانو له خوا پر اعلان شوي اوربند سربیره هم پر صنعا او الحديده ښارونه هوايي بريدونه وکړل. په دې بريدونو کې د پنځوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون اته کسان ووژل شول.
د يکشنبې په ورځ ياغیانو د ډېرو بنديانو پر تبادلې د توافق اعلان هم وکړ. د يمن حکومت ويلي ول چې د «زندانيانو دغه تبادله تر غور لاندې ده.»
په يمن کې له ۲۰۱۵م کال راهېسې د ولسمشر منصور هادي ځواکونه چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او نورو عربي هيوادونو له ملاتړه برخمن دي، د حوثي ياغيانو پر ضد چې د ايران ملاتړ ورسره دی، جګړه کوي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله په دې جګړه کې تر اوسه څه نا څه ۳۸۰ زره انسانان وژل شوي او په میلیونو نور تېښتې ته اړ شوي دي.