1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي متحده اماراتو ايران ته د شمالي کوريا لخوا د وسلو ليږدولو مخه ونيوله. ولي؟

۱۳۸۸ شهریور ۸, یکشنبه

د متحده اماراتو حکومت نور ددې زغم نه لري چی د نړیوالو بندیزونو پر خلاف د غیر قانوني معاملو دروازه وي...

د ډوبی د يوې څنډي انځور چي پکښي د شېخ ذاهيد ودانۍ هم تر سترګو کيږي
د ډوبی د يوې څنډي انځور چي پکښي د شېخ ذاهيد ودانۍ هم تر سترګو کيږيانځور: AP

په دوبی کی لوړی او په اصطلاح آسمان څکه ودانی د ایران پر سوداګرو باندی د سحر او کوډو په څير اغیزی لری او هغوی یی ځان ته لیوال کړی دی. هر شتمن ایرانی په دی لټه کی دی چی د عربو په متحده اماراتو کی پانګی واچوی او تجارتی کار او بار وکړی. د نړی په بل هیڅ ګوت کی دومره زیات ایرانیان میشت نه دی، لکه په اماراتو کی. څه ناڅه د د دوبی هر لسم اوسیدونکی ایرانی دی، هلته ایرانی یو کلوپ، هلته یو ایرانی روغتون او همدا راز یو ګڼ شمیر ایرانی جوماتونه ودان شوی دی.

د عربو متحده امارات د ایران یو ستر تجارتی شریک دی. داسی اټکل کیږی چی اوس اوس په عربو متحده اماراتو کی ایرانیانو به له دری سو ملیارد امریکایی ډالرو څخه زیاتی پیسی پانګه ایښی وی ، نه لږی !.

دوبی بهرنی نړی ته د ایران دروازه ده. د یوی اوږدی مودی لپاره دوبی د هغو کسانو لپاره یو په زړه پوری ټاټوبی ؤ چی د ایران پر خلاف د نړیوالو بندیزونو خخه ځان بچاوه.

د دوبی د جبل علی په بندر کی، د آزادی سوداګری حوزه جوړه شوی ، چیرته چی مالونه پرته له کنترول څخه کښته او پورته کیږی.

پخوا هم یو ځلي په یوه تجارتي معامله کي، چي ایران او شمالي کوریا په کښي برخه درلوده، دوبی یو ستر نقش لوبولی ؤ. د بیلګی په توګه، کله چی د پاکستان د اتمی بم پلار عبدالقدیر خان په دغو دواړو هیوادونو باندی د هستوی وسلود جوړولو لپاره وسایل او معلومات وپلورل، دوبی د دغی پټي سوادګری کوربه ؤ. په دغی معاملی کی په دوبی کی دوه میشت شرکتونو لاس درلود.

دا چی اوس د عربو د متحده اماراتو ګمرګی چارواکی د خپلو استخباراتی معلوماتو له مخی، د ایران او شمالی کوریا د یوی پټي تجارتی معاملی مخه نیسی، د یوه څه ښکاروندی دی چی په دوبی کی حکومت نور د دی ځغم نه لری چی د نړیوالو بندیزونو پر خلاف د غیر قانونی معاملو دروازه وی.

د عربو متحده اماراتو حتی دوه کاله مخکی د تجارتی لیږدونو په کنترول پیل کړی دی. دا ځکه چی واشنګتن په دغه هیواد باندی خپل فشار زیات کړ. یو نوی قانون د متحده اماراتو چارواکو ته صلاحیت ورکوی چی د هر هغی تجارتی معاملی یا مالونو د کښته پورته کیدو مخه ونیسی چی د نوموړی هیواد امنیت او بهرنی سیاست ته ګواښ پیدا کوی. په دی نژدی وختو کی چارواکو ۴۰ هغه شرکتونه وتړل چی د ملګرو ملتونو د بندیزونو او یا یی د اتمی وسلو د نه خپرولو د تړون پر خلاف عمل کړی ؤ.

د عربو متحده اماراتو لپاره دا یو ډير په زړه پوری اقدام ګرځيدلی چی خپل بندرونه سم کنترول کړی او د ایران پر خلاف نړیوال بندیزونه عملی کړی، که څه هم په لومړی سر کی خپلو اقتصادی ګټو ته تاوان رسوی. د روان میلادی کال په پیل کی ابوظبی او واشنګتن د هستوی انرژی د استفادی په هکله یو تړون لاس لیک کړ. امریکا متحده ایالات به د عربو متحده اماراتو ته هستوی دستګاوی جوړی کړی، په دی ډول د عربو متحده امارات به لومړی عربی هیواد وی چی د هستوی انرژي څخه د بریښنا د تولید لپاره کار اخلی. دا دستګاوی خورا مهمی دی ځکه چی د خلیج په هیوادونو کی د انرژی مصرف لوړ شوی دی. او له بلی خوا مجبوره نه دی چی د خپلو تیلو ګازو څخه زیاته استفاده وکړی.

خو مخکی له دی چی واشنګتن د عربو متحده اماراتو ته دغه خدمت وکړی، له هغه څخه غواړی چی ایران ته د غیر قانونی مالونو د د لیږدولو سوړی بندی کړی.

Kühntopp, Carsten/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب