1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عرب لیگ د سوریې د اپوزیسیون نوی ائتلاف په رسمیت وپیژند

۱۳۹۱ آبان ۲۳, سه‌شنبه

عربي لیگ او خلیجي هیوادونو د سوریې د اپوزیسیون له خوا نوی اتحاد په رسمیت پیژندلای دی. د مصر هیواد په پلازمینه قاهره کې د عربي لیگ د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته دغه ټولنې خبر ورکړی دی چې له دې وروسته «د سوریې د انقلاب او اپوزیسیون د ډلو په نوم ملي ائتلاف» به د سوریې د هیواد قانوني استازی او د عربي هیوادونو سره د خبرو اترو مهم لوری وي.

پر دې سربیره د خلیجي هیوادونو د همکارۍ شوری شپږ تنو غړو هم د اپوزیسیون د بلاک څخه د ملاتړ خبره کړې ده. د یکشنبې په ماښام د سوریې د اپوزیسیون بیلا بیلو ډلو په قطر کې یو ائتلاف جوړ کړ. د دغه ائتلاف مشر  یو اسلامي روحاني عالم احمد موعظ الخطیب، ټاکل شوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب