عرب لیگ پر بشارالاسد د جگړې د ختمولو غږ وکړ
۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبهاعلان
په قاهره کې د عرب لیګ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې پر ولسمشر بشار الاسد، باندې غږ کړی دﺉ چې ژر تر ژر د سوریې د خلکو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی او د هغوی وژنه ودروي.
د دې غونډې کوربه د مصر ولسمشر محمد مرسي، همداراز له اسد څخه وغوښتل چې له واکه ګوښه شي.