1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

عسل په زکام کي تر انتي بیوتیکو او نورو دواوو مؤثره دي

۱۳۹۹ شهریور ۱۶, یکشنبه

د اکسفورد پوهنتون څیړونکو په دې تازه وختو کي اعلان کړی دی، چي عسل د زکام د علاج په خاطر تر انتي بیوتیکو او نورو مروجو دواوو ښه کار کوي.

BdTD Belarus | Landwirt kostet Honig von Wildbienen bei Sakaloyka
انځور: Reuters/V. Fedosenko

د لایو ساینس علمي مجلې په حواله د فوقاني تنفسي دستګاه (URTLs ) مکروبونه پر پزي، ستوني او برانشیټونو باندي تأثیر کوي.

محقیقینو د انسان پر بدن باندي د ۱۴ تجربو او د مختلفو عمرو درلودونکو ۱۷۶۰ ګډون کونکو کي د زکام پر وخت عسل د انتي هیستامینو، انتي بیوتیکو، اکسپکتورانتو او نورو مختلفو تسکین کونکو دواوو سره مقایسه کړه. هغوی دې نتیجې ته ورسیدل، چي هغه کسان چي د زکام پر وخت د عسلو څخه استفاده کوي، ترهغو کسانو چي معمولي دواوي خوري، د زکام دوره یې حداقل ۳ ورځي راکمیږي.

به عسلو کي موجود ضد مکروبي مواد په مستقیم ډول سره په وجود کي د زکام د عواملو سره مبارزه کوي. د عسلو يا شاتو سریښناکه حالت هم د ستوني د تخریش او ټوخي د کمیدو سبب کیږي. عسل همدارنګه د انتي اکسیدان درلودونکي دي او تحقیقات ښيي، چي دغه ماده ضد مکروبي او ضد التهابي خاصیت لري.

څیړونکو همدارنګه ویلي دي، چي «د فوقاني تنفسي دستګاه التهابي کیدل اکثرأ د انتي بیوتیکو د تجویز سبب کیږي. خو د هغه ځایه څخه چي دغه دستګاه اکثرأ ویروسي کیږي، نو د انتیوبیوتیکو تجویز هم ګټه نه رسوی او غیر مناسب دي. د دغو دواوو څخه تر حده ‌ډیره استفاده د مکربونو په مقابل کي د انتیبیوتیکو مقاومت هم له منځه وړي.»

خو محقیقین ټینګار کوي، چي په بوتولیسم د اخته کیدو د خطر په سبب نباید تر یوه کال کښته کوچنیانو ته عسل ورکول سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل