د بشري حقونو د څار سوريایي ټولنې له خوا چې مقر یې په بريتانيا کې دی، ويل شوي چې حکومت ته د فادارو جنگيالو کتارونه د سه شنبه ماښام (۲۰۱۸ م کال د فيبرورۍ ۱۹ نيټه) سيمې ته رسيدلي دي. دا واحدونه به د سوريې د يووالي او د هيواد د سرحدونو په دفاع کې مرسته وکړي.
کردان هڅه کوي چې د ترکیې د يرغل مخه ونيسي. د ترکیې ځواکونو او د «سوریې د آزاد پوځ» په نامه د هغوی متحدينو يوه مياشت مخکي په عفرين کې عمليات پيل کړي ول. دا سيمه د کردانو د ولس ساتونکي مليشو (YPG) له خوا کنتروليږي. ترکيه دې ډلې ته د کردانو د منع کړل شوي کارگر گوند د سوریې د څانگې په سترگه گوري او پر ضد يې جگړه کوي.
دمشق: «ترکيه عفرين بمباروي»
د سوریې د حکومت په حواله عفرين ته استول شوي حکومتي ځواکونه «ولسي دفاعي ځواک» دی. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې ويلي دي چې تر اوسه عفرين ته يوازې د دغه مرستندويه ځواک يو څو مشران داخل شوي دي. زياته شوې ده چې تر اوسه هيڅ ډول درنه وسله ښار ته نه ده راوړل شوې. کردانو کابو يوه اوونۍ مخکي د سوریې له حکومت سره د مرستندويه ځواک د ليږد پر سر توافق کړی وو.
د آلمان د «هاينرش بول موسسې» د بیروت د دفتر مشرې بينته شيلر عفرين ته د «ولسي دفاعي ځواکونو» د ليږد په تړاو وويل: «د سوریې د منظم اردو ځواکونو شمير اوس ډير کم شوی دی. همدا وجه ده چې په هيواد کې بهرنۍ مليشې شتون لري او د اسد له پاره جگړه کوي. بل پلو بيا دغه ځواکونه چې اسد عفرين ته استولي دي، د سوريې د منظم اردو برخه گرځيدلی دی. دوی په عين حال کې «ولسي ساتونکي» هم دي. دا په دې معنا ده چې سړی له يوې ديپلوماتيکي شخړې سره مخامخ نه شي.»
عفرين ته د سوریې د ځواکونو تر داخليدو لږ د مخه کردانو پر روسیې تور لگولی وو چې د دې تړون د نه عملي کولو هڅه کوي او ترکیې ته یې پر عفرين د بريد له پاره شين څراغ ورکړی دی. دمگړۍ په دې اړه گونگوسي زيات شوي چې هغه کوم دليل کيدای شي چې روسيه یې د ترکیې د عملياتو ملاتړ ته قانع کړې ده. د «المونيتور» په نوم انترنتي مجلې په يوه ارزونه کې ویل شوي چې روسيه ظاهراً تر اسد پر ترکيې زيات باور لري چې د جهادستانو پر ضد به جدي مبارزه وکړي. ويل شوي دي چې سربيره پر دې دا هم امکان لري چې روسيه د ناټو د دغو دواړو هيوادونو، امريکا متحدو ايالاتو او ترکیې ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کول غواړي.
خطرناک سياست
ترکیې پر عفرين په بريدونو سره يوه خطرناکه لاره غوره کړې ده. دا خبره په لندن کې په چاپيدونکې ورځپاڼې «راي اليوم» کې شوې ده. د ورځپاڼې په حواله ترکیې په دې توگه داسې يوه جگړه پيل کړې ده چې په آسانۍ سره د سوریې نورو سيمه ته هم غځيدلی شي. ويل شوي دي چې ترکيه سربيره پر دې دا خطر هم پر سر اخلي چې د سوریې د کردانو او د دمشق د حکومت اتحاد لا پسې پياوړی شي.
آیا دا ممکنه ده چې روسيې د همدې پرمختگ وړاندوينه کړي وي؟ د مسکو د پوهنتون د ترکیې د سیاست استاد کريم هاس دا خبره له امکانه ليرې نه گڼي. نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې د ترکیې پوځ ښايي د سوریې د کردانو پر ضد جگړه کې ډير زيان وويني. مسکو بيا دا وضعيت ترکیې ته د نژدې کيدو له پاره کارولای شي.
خو ولسمشر اردوغان ښايي دې خطر ته متوجې وي او د کمښت له پاره يې ښايي په هلو ځلو هم بوخت وي. په ۲۰۱۹م کال کې ولسمشریزو ټاکنو ته په کتو سره دی پوځي او په دې توگه تبليغاتي ماته نه شي زغملای. له همدې امله یې بايد عسکر په سوريه کې کلک چلن وکړي.
تبليغاتي جگړې
پروپاگندونه تل د جگړو ملگري وي. د ترکیې پوځ د سوریې پر حکومت په ختیځه غوطه کې د بشري حقونو تر پښو لاندي کولو تورونه ولگول. برعکس د اسد رژيم بيا پر ترکيه په عفرين کې د زياتو ملکيانو د وژلو پړه اچوي. همدا شان ايران چې د سوریې د ولسمشر کلک ملاتړی دی، هم په دې تبليغاتي جگړه کې شريک شوی دی. ترکيې له ځانه دفاع کړې او پر ايران یې تور لگولی دی چي په سوريه کې د مذهب پر اساس ولاړ سياست پر مخ وړي.
له دې تولو څخه داسې معلوميږي چې د سوریې جگړه يوه نوي پړاو ته داخليږي. تر اوسه بهرنيو نقش لرونکو لکه روسیې او ايران دومره شرافت لاره چې خپله مداخله یې په دې توجیې کوله چې گويا د سوریې حکومت ترې غوښتنه کړې ده. د همدوی په نوم یې بيا د هغو ښکار کاوه چې د سوریې حکومت «ترهگر» بلل. ترکيه اوس دا مشروعيت هم نه لري او له دې گډودۍ څخه د سوریې د کردانو پر ضد د جگړې له پاره گټه اخلي.
Kersten Knipp (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه:
د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل څخه تر اوسه لنډه تاریخچه
په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د ولسمشر پر ضد سوله ایزې مظاهرې څنګه په کورنۍ جګړې واوښتلې؟ په دې اړه انځوریز رپوټ او معلومات.
انځور: picture-alliance/dpa
۲۰۱۱م کال د مارچ ۱۵
د ۲۰۱۱م کال د مارچ میاشتې پر ۱۵ د سوریې په مختلفو ښارونو کې حکومت ضد مظاهرې پيل شوې. عربي پسرلی په ځینو عربي هیوادونو کې د وخت رژیمونه را نسکوره کړل. په دې وخت کې په سوريه کي هم مظاهره کوونکي د خپلو غوښتنو د پوره کیدو له پاره سړکونو ته راووتل. خو حکومتي ځواکونو د درعا په ښار کې پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې ۴ تنه ووژل شول.
انځور: dapd
د مارچ ۲۸ نیټه
ولسمشر بشارالاسد فکر کاوه چې په زور سره به د مظاهرو مخه ونیولای شي. د مارچ له ۱۵ څخه په پيل شویو مظاهرو کې د دغې میاشتې تر ۲۸ نیټې پورې ۶۰ کسان ووژل شول. د حکومت له خوا د مظاهره کوونکو پر سرکوبه کولو سربیره د مظاهرو لړۍ په ټول هیواد کې پراخه شوله.
انځور: picture-alliance/dpa
۲۰۱۱ د اګست ۱۸
د سوريې د حکومت له خوا د مظاهره کوونکو د سرکوبه کولو په غبرګون کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بشارالاسد د استعفا غوښتنه وکړه او په امریکا کی یې د سوريې حکومت د ټولو شتمنیو د کنګل کولو اعلان وکړ. خو د سوریې حکومت د نړیوالې ټولنې غوښتنې ونه منلې او د مظاهره کوونکو ځپلو ته یې دوام ورکړ.
انځور: AP
د جولای ۱۹- ۲۰۱۲
د ۲۰۱۲م کال په جولای کې د مظاهره کونکو د ځپلو لړۍ تر حلب پورې پراخه شوه. هلته د حکومتي ځواکونو او مظاهره کونکو تر منځ جګړه پیل شوه. په دغه وخت کې په درعا، حمص، ادلیب او دمشق په شاوخوا سیمو کې هم جګړو شدت وموند. په دې وخت کې د حکومت مخالف مظاهره کوونکي په یاغي ځواکونو بدل شول.
انځور: dapd
۲۰۱۲م دسمبر
برینانیا، امریکا، فرانسې ترکیې او خلیجې هیوادونو یاغي اپوزیسیون د سوريې ولس د قانوني استازو په توګه ومنل. له دې سره سم د رژیم ضد اپوزیسیون ملاتړ هم پیل شو. کله چې اسد د نړیوالو د غوښتنو له منلو څخه یو وار بیا انکار وکړ، په دې وخت کې د القاعدې په ګډون یو شمیر ترهګرې ډلې هم د اسد رژیم پر ضد جګړه کې ونډه واخيسته.
انځور: Reuters
۲۰۱۳ م کال د مارچ ۱۹
په دې ورځ په خان شیخون سیمه کې د زهرجنو ګازو برید وشو چې له امله یې ۲۶ تنه ووژل شول. په دې کې ډیر کسان د سوريې پوځیان ول. د ملګرو ملتونو څارونکو هم ونه شوای کولای دا معلومه کړي چې دغه برید چا کړی دی. په همدې کال په عراق او سوریې کې د داعش ډلې هم خپل فعالیتونه زیات کړل.
انځور: Getty Images/AFP/O. H. Kadour
۲۰۱۳ م د سپټمبر ۲۷
د کیمیاوي وسلو تر کارونې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان د دمشق حکومت ته خبرداری ورکړ چې که خپلي کیمیاوي وسلې ختمې نه کړي نو پر وړاندي به یې له نظامي قوت څخه کار واخیستل شي. که څه هم بشارالاسد د خپلو کیمیاوي وسله پر لمنځه وړلو رضامندي ښکاره کړه، خو په همدې وخت کې د داعش ډلې په سوريه کې خپل حضور نور هم پیاوړی کړ.
انځور: picture-alliance/AP Photo
۲۰۱۴ کال د جون میاشت
د سوریې الرقه لومړنې ښار وو چې داعش ډلې تر خپل کنترول لاندې راوست. په جون میاشت کې داعش د الرقه ښار خپله پلازمېنه اعلان کړه. وروسته تر دې دغې ډلې له دې ښار څخه خپل بریدونه پراخ کړل. د سپټمبر پر ۲۲ امریکا ائتلافي ځواکونو د داعش پر مرکزونو هوایې بمبار پیل کړ.
انځور: picture-alliance/abaca/Yaghobzadeh Rafael
۲۰۱۵ سپټمبر ۲۳
که څه هم روسیې لا پخوا له بشارالاسد سره مرسته کوله خو په دې ورځ د مسکو حکومت په عملي ډول اړخ ونیوه. د روسیې جنګي الوتکو د اسد د مخالفیونو پر ضد د هوایې بمباریو لړۍ پيل کړه.
انځور: picture alliance/AP Images/M. Japaridze
۲۰۱۶ مارچ میاشت
د روسیې هوایې بمباریو د سوریې ځواکونو ته نوی قوت ور وبخښه او ډیر ژر یې هغه سیمي ونیولې چې وسله والو مخالفینو یې نیولي وې. په دې وخت کې د سوريې پوځ د ایران ملاتړ لرونکي شعیه ملیشه و له خوا هم همکاري ترلاسه کوله. دې اتحاد په مارچ میاشت کې لا په پالمیرا کې د داعش ډلې ته ماته ورکړې وه.
انځور: REUTERS/O. Sanadiki
۲۰۱۶ دسمبر میاشت
روسي جنګي الوتکو او د حزب الله د جنګیالیو په مرسته د سوريې پوځ په حلب کې هم جهادیان پر شا وتمبول.
انځور: Getty Images/AFP/K. al-Masri
۲۰۱۷ م کال جنوري میاشت
د امریکا، روسیې، ترکیې او ایران د هڅو په ترڅ کي د سوریې حکومت او غیر جهادي ډولو ترمنځ د سولې یو تړون رامنځته شو. خو د دې تړون له مخې د جهادې ډلو پر ضد د عملیاتو لړۍ پای ته ونه رسول شوه.
انځور: Reuters/R. Said
۲۰۱۷ م کال اپریل میاشت
دونالد ترمپ واک ته تر رسیدو څو میاشتې وروسته امر وکړ چې د سوريې حکومت پر هغې پوځي اډې دې توغندیز برید وشي، چې ویل کیږي له هغه ځایه په خان شیخون کې د یاغیانو پر مرکزونو د کیمیاوي وسلو برید شوی وو. امریکا له منځلارو سوریایې یاغیانو سره هم خپلې مرستې زیاتې کړلې. خو بل لور ته بیا روسیه له بشار الاسد سره پوځې همکاري کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/US Navy
۲۰۱۷م کال جون
د سوریې دیموکراتیکې جبهې SDF ځواکونو چې د امریکا ملاتړ له ځان سره لري الرقه محاصره کړی وو. کرد او عربي جنګیالیو په دې ښار کې داعش ته د ماتې ورکولو له پاره عملیات پیل کړل. په همدې میاشت کې روسیې اعلان وکړ چې په زیات ګومان سره د داعش مشر ابوبکر البغدادي د یوه هوایې برید په نتیجه کې وژل شوی دی. خو د روسیې دغه ادعا نه ده تائيد شوې.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Huby
۲۰۱۷ اکتوبر
په سپټمبر کې کردي ځواکونو Syrian Democratic Forces د الرقه ۸۵ سلنه برخه تر خپل کنترول لاندې راوستله. په اکتوبر میاشت کې دغو ځواکونو په بشپړ ډول د الرقه د نیولو له پاره عملیات پیل کړل. که څه هم د اکتوبر میاشتې پر ۱۷ دغو پوځیانو د جهادیانو په بشپړ ډول په شا تمبولو اعلان وکړ البته له الرقه څخه، چې دا د داعش له پاره یوه لویه ضربه وه. خو د سوریې نور سنګرونه اوس ساړه شوي نه دي.