1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

علي وزیر: ژوند مې خطر کې دی او دوه ځله راباندې برید شوی

۱۴۰۱ تیر ۲, پنجشنبه

علي وزیر له زندانه د معایناتو له پاره روغتون ته وړل شوی خو وايي چې نه پارلمان کې د ګډون اجازه لري او نه هم بیرته زندان ته انتقالیږي. هغه وايي چې روغتون کې یې ژوند په خطر کې دی. پښتین بیا له پلویانو غوښتي چې احتجاج وکړي.

Pakistan | Ali Wazir | Mohsin Dawar | PTM
انځور: Reuters/A. Soomro

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان د پارلمان استازی علي وزیر له زندانه د روغتیايي معایناتو له پاره روغتون ته انتقال شوی دی. علي وزیر پرون د چهارشنبې په ورځ د روغتون مخې ته یوې غونډې ته د خبر پرمهال وویل چې په روغتون کې یې ژوند په خطر کې دی او ورباندې دوه ځله برید شوی دی. نوموړي له حکومته غوښتنه کړې چې بیرته یې دې زندان ته انتقال کړي.

د پي ټي ایم دغه مخکښ غړی د تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې د پاکستان په کراچۍ ښار کې بندي دی او دوه ورځې وړاندې د عمومي معایناتو له پاره جناح روغتون ته وړل شوی. پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې علي وزیر د روغتون مخې ته یوې غونډې ته خبرې کوي او ژوند ته د خطر په هکله یې معلومات وړاندې کول.

په ویډیو کې علي وزیر وايي چې د نه خوړول په اعتصاب یې هم لاس پورې کړی او زیاتوي چې له روغتون څخه تر ایستلو به خپل اعتصاب ته ادامه ورکړي. نوموړي په دې ویډیو کې وايي: «دلته ناقانونه کارونه کیږي، په ما باندې د برید هڅې وشوې، زه ناروغ یم، د وینې  لوړ فشار او شکر لرم، خو ما نن څه نه دي خوړلي، تر هغې به اعتصاب وکړم ترڅو چې له روغتون نه مې انتقال نه کړي.»

د پنجشبنې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین هم د علي وزیر په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې او له خپلو پلویانو نه یې غوښتې دي چې جناح روغتون ته ځانونه ورسوي. نوموړی وایي، تېره شپه یې د روغتون مخې ته د پي ټي ایم احتجاج په دې پای ته ورسوو، چې پولیسو ورسره له روغتونه د علي وزیر د لېږد ژمنه کړې وه.

منظور پشتین پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي: «علی وزیر جناح هسپتال کراچۍ کې دې، نه یې واپس جیل ته وړي او نه يې د پراډکشن ارډر مطابق اسلام اباد ته وړي. اوسنی حکومت د علی وزیر سره د ټولو مسلو حل کولو وعدې کړې وې خو د مسلو د حل په ځای يې نورې زیاتې کړې او تر اوسه پورې هغه د جنرالانو د یرې لاندې د علی وزیر کیس تعقیب کیږي.»

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا مجلس پخوانی غړی افراسیاب خټک بیا په یوه ټویټ کې ویلي دي چې د سلګونو کسانو په مرګ تورن ترهګر د ولسمشر په ترحم ازادیږي خو علي وزیر بیا پر غیر دموکراتیکو قوتونو د نیوکو له امله د محکمې د حکم پرته بندي دی. خټک پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: «له توجیه پرته د علي وزیر بندي کیدل دا په اثبات رسوي چې جي ایچ کیو [د پاکستان پوځ] اصلي پریکړه کوي او ملکي اداره یوازې یو ګوډاګی نمایش دی.»

په جناح روغتون کې د علي وزیر د بستر کیدو او ژوند ته یې د ورپېښو ګواښونو په اړه په پاکستان او خیبرپښتونخوا سربېره په افغانستان کې هم یو شمېر کسانو په ټولنیزو شبکو د علي وزیر له پاره د خوندیتوب او د هغې له پاره د عدالت غوښتنې له پاره غږ پورته کړی دی.

فرید الله ظاهر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب