1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان او مېرمن یې په ۱۴ کاله بند محکوم شول

۱۴۰۲ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د پاکستان یوې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او مېرمن یې د فساد په تور په ۱۴ کاله بند محکوم کړل.عمران خان تیره ورځ په یوه بله قضیه کې په لس کاله بند محکوم شو.

Pakistans Ex-Premier Khan zu mehrjähriger Haft verurteilt
عمران خان او میرمن یې دواړه په ۱۴ کاله بند محکوم شول.انځور: Arif AliAFP

د عمران خان مدافع وکیل د چهارشنبه په ورځ د (جنورۍ۳۱ مه) «جیو نیوز» ته تائید کړه چې عمران خان او د هغه مېرمن هر یو ته د ۱۴ کلونو بند سزا اورول شوې ده.

پر عمران خان تور دی چې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال یې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د دولتي سوغاتونو د خرڅلاو عاید پټ کړی و.

دا پرېکړه له هغه درې کاله بند سره تړاو لري چې عمران خان ته یې سزا د تېر کال په اګست میاشت کې اورول شوې وه. دا دوسیه د هغو دولتي ډالیو د پلورلو په تړاو ده، چې ارزښت یې  ۱۴۰ میلیونو پاکستانۍ کلدارې په ډالرو یې معادل ۵۰۰ زره ډالر کیږي.

دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان د فساد ضد ادارې د عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا خان یا بشرا بي بي، پر ضد دوسیه وڅېړله.

له «توشه خانه» څخه د دولتي سوغاتو د پلور قضیه یو له څو قانوني جنجالونو څخه ده چې عمران خان ورسره مخ دی.

حکومتي چارواکي باید ټولې هغه ډالۍ اعلان کړي چې دوی یې د خپلو دندو د ترسره کولو په جریان کې ترلاسه کوي. دوی کولی شي ډالۍ په داسې حالتونو کې وساتي چې ارزښت یې له ټاکل شوي حد څخه ټیټ وي. خو ګران بیه ډالۍ بیرته په تخفیف سره وپیري.

عمران خان او مېرمنې یې د خپلو بهرنیو سفرونو په ترڅ کې قیمتي ډالۍ ترلاسه کړې وې چې پکې لوکس ساعتونه، ګاڼې، بکسونه او عطر شامل دي. پخوانی لومړی وزیر تورن شوی چې دغه ځيني شيان يا د هغو د پلورلو څخه تر لاسه شوی عايد يې نه دی اعلان کړی.

په پرلپسې توګه د بند سزا

د سه شنبې په ورځ یوې محکمې دغه ۷۱ کلن سیاستوال او د کريکټ پخوانی ستوری په یوه بله قضیه کې په لس کاله بند محکوم کړ.

په پاکستان کې راتلونکې اوونۍ نوې پارلماني ټاکنې کيږي.

د عمران خان د نیولو له امله د هیواد اپوزیسیون سخت کمزوری شوی دی.

د جنوبي اسیا په دغه هېواد کې چې تر۲۴۰ میلیونه ډېر نفوس لري، په پرله پسې ډول داسې پېښېږي چې یو لومړی وزیر د خپل حکومت د مودې تر بشپړېدو مخکې له واکه ليرې کېږي، عمران خان هم د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د پارلمان له خوا له واکه ګوښه شو.

د پاکستان ځواکمن پوځ د سیاستوالو په زوال او واک کې پرېکړنده رول لوبوي. په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان د حکومت له جوړېدو وروسته د دغې مودې تر نیمايي زیات پوځ پر دغه هېواد واکمني کړې ده.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب