1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان تير افغان حکومتونه «فاسد» وبلل

۱۴۰۰ آذر ۲۸, یکشنبه

د اسلامي همکاريو د سازمان بېړنۍ غونډه په اسلام آباد کي ادامه لري. دغه غونډه د افغانستان پر وضعيت رابلل سوې ده.

Pakistan Afghanistan OIC Konferenz
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

پاکستان د اسلامي همکاريو د سازمان د بېړنۍ غونډي کوربه توب کوي، کومه چي د افغانستان پر وضعيت رابلل سوې ده. دغه غونډه چي د يکشنبې په ورځ يې ادامه لرله ورته د نورو تر څنګ د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم وينا واوروله.

خان د خپلې وينا په ترڅ کي په افغانستان کي د يو بشري ناورين څخه خبرداری ورکړ. هغه وويل چي د تيرو څلورو لسيزو جګړو او وچکالۍ ددې لامل سوې چي د افغانستان زيات اوسېدونکي بې وزله دي. هغه وويل چي افغانستان د ګډوډۍ پر استقامت روان دی.

عمران خان وويل چي د افغانستان د حکومتي بوديجې ۷۵ سلنه له بهرنيو مرستو جوړه وه. د هغه په وينا په دې کي يو لامل «د تيرو شلو کالونو فاسد حکومتونه ول.» لومړي وزير خان خبرداری ورکړ چي که نړۍ پر وخت اړين اقدام ونکړي نو د هغه په وينا به افغانستان د يو لوی بشري ناورين سره مخامخ سي. هغه وويل چي که افغانستان په اقتصادي توګه سقوط وکړي نو دا به سيمي او د ټولې نړۍ لپاره عواقب ولري.

د خان په وينا د امريکا متحده ايالات بايد د طالبانو د حکومت په تړاو خپل دريځ د افغان وګړو له برخليک څخه بېل وساتي.

د پاکستان د لومړي وزير په وينا طالبانو ورته ډاډ ورکړی دی چي د بشرحقونه او په نورو ساحو کي شرايط مني. خو هغه وويل چي نړيوال بايد په دې پوه واوسي چي بشري او د مېرمنو حقونه په بيلو ټولنو کي بېله معنی ورکوي.

په دغه کانفرانس کي د پاکستان د باندنيو چارو وزير شاه محمود قريشي اندېښنه څرګنده کړه چي که پر وخت مرستې ونه سي، نو په مليونونو افغان ماشومان ښايي له لوږي خپل ژوند له لاسه ورکړي. هغه وويل چي پر افغانستان د بنديزونو لګولو نه، بلکه د هغه سره د مرستو کولو وخت دی.

د ترکيې د باندنيو چارو وزير چاوش اوغلو په خپله وينا کي وويل چي طالبان دي يو ټولشموله حکومت جوړ کړي. هغه پر طالبانو ږغ وکړ چي و انجونو ته د زدکړو او مېرمنو ته د کار اجازه ورکړي. د هغه په وينا د طالبانو سره بايد همکاري وسي چي دا کار د افغانستان د ثبات لپاره مهم دی. هغه د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنيوي له پاره د بانکي نظام د فعال کولو پر اړتيا ټينګار وکړ.

د طالبانو د بانديو چارو وزير په دغه غونډه کي وويل چي حکومت يې بشري حقونو او د مېرمنو حقونو ته ژمن دی. هغه پر رسنيو تور ولګاوه چي د په افغانستان کی د روان وضعيت او د طالبانو  ناسم انځور وړاندي کوي. د متقي په وينا افغانستان دمګړی نغدو پيسو ته اړتيا لري. د طالبانو د دغه وزير په وينا په افغانستان کي امنيت تامين دی او نړيوال په ډاډ سره په دغه هيواد کي پانګونه کولای سي.

آ./ا.ا./ن.ص.