1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او ایران مشران د افغانستان په اړه غږیدلي دي

۱۴۰۰ شهریور ۲۶, جمعه

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په دوشنبې کې لیدلي او د افغانستان په اړه غږیدلي دي. دغه لیده کاته د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.

Pakistan Islamabad | Imran Khan, Premierminister
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

د پاکستان د خارجه وزارت د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې د خان او رئيسي خبرې تر ډيره د افغانستان پر مسئله او نورو دوه اړخیزو مسئلو متمرکزه وې. د خان له قوله ويل شوي چې هیواد له پاره يې باثباته، کامیاب او سولیز افغانستان حیاتي ارزښت لري.

عمران خان دوشنبې ته تللی تر څو د روسيې او چین په مشرۍ سازمان د غړو په غونډه کې ګډون وکړي. زیاته شوې چې د دغې غونډې موضوع به د افغانستان پر راتلونکي باندې څرخيږي. خو په دې اړه تیره ورځ په رپوټونو کې ويل شوي وو چې افغانستان به په کې د یو ناظر په توګه ګډون کوي خو دا چې د طالبانو استازی به په کې برخه اخلي او که نه معلومه نه ده.

انځور: Iranian Presidency/Handout/AA/picture alliance

طالبان د شلو کلونو جګړو وروسته تیره میاشت په افغانستان کې د امريکا ملاتړ لرونکی حکومت نسکور کړ او قدرت ته ورسيدل، خو تر اوسه د پاکستان په ګډون هيڅ هیواد هم د هغوی نوی اعلان شوی حکومت په رسیمت نه دی پيژندلی. پاکستان ويلي دي چې په دې اړه به خپل تصمیم، نړیوالو ټولنې سره تر سلا مشورو وروسته اعلان کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې پر اساس، عمران خان ويلي دي د اوس له پاره اړينه ده تر څو په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټينګښت او بشري او اقتصادي وضعیت ته د رسیدګۍ په خاطر چټک ګامونه واخیستل شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل