1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خان: د طالبانو حکومت د رسميت پيژندلو په اړه بحثونه روان دي

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ مهر ۱۰, شنبه

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې د افغانستان په اړه د پاکستان تر ټولو لویه اندیښنه په افغانستان کې د بشري بحران له رامنځ ته کيدو څخه ده. خان وايي د بهرنيو مرستو دریدل په افغانستان کې حکومت له ګډوډۍ سره مخ کولی شي.

Pakistan Islamabad | Imran Khan, Premierminister
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

د پاکستان صدراعظم عمران خان له TRT شبکې سره په یوه تازه مرکه کې د افغانستان خلکو په اړه خپله ژوره انديښنه ښودلې او وايي که افغانستان سره بهرنۍ مرستې ونشي نو شدید انساني بحران به رامنځ ته شي.

خان چې دغه مرکه پر خپلې فیسبوک پاڼې خپره کړې په کې وايي چې په افغانستان کې د حکومتي بوديجې ۷۰ تر ۷۵ سلنې پورې برخه، بهرنيو مرستو پورې تړلې ده. د هغه په وینا په اوږدمهاله کې به طالبان په خپلو پښو ودریږي، خو په لنډمهاله کې که پر افغانستان بهرنۍ مرستې ودرول شي له امله به يې په دغه هیواد کې شدید بشري بحران رامنځ ته او دا کولی شي حکومت هم له سیاسي ګډوډۍ سره مخ کړي. د خان په خبره چې د دا ډول وضعیت تر ټولو ډير زیان عام خلک وینی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان هم خبرداری ورکړی چې راتلونکې کال به د افغانستان له ۹۵ سلنې څخه ډير خلک د فقر لیکې لاندې ژوند ولري، چې عمران خان هم د هغې یادونه وکړه.

عمران خان وايي د طالبانو حکومت په رسميت پيژندلو له پاره بحثونه روان ديانځور: Pakistan Prime minister office/AFP

ويل کيږي چې دغه مرستې او په مجموع کې د افغانستان د سياسي برخليک حل، د نړۍ له خوا د طالبانو حکومت د په رسميت پيژندلو سره تړاو لري. خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پاکستان به د طالبانو حکومت په رسميت وپيژني او که نه وويل: «زموږ حکومت پریکړه کړې چې د افغانسان له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره خبرې وکړو چې څه وخت د طالبانو رژیم په رسميت وپيژنو.» عمران خان وویل: «په دې اړه بحثونه ادامه لري.» هغه زیاته کړه که یوازې پاکستان د طالبانو حکومت په رسميت هم وپيژني نو ډير بدلون به رامنځ ته نه شي. هغه وايي بهتره ده چې د طالبانو حکومت، «امريکا، اروپا، روسیه او چين هم په رسميت وپيژني.»

عمران خان زياته کړه چې په دې برخه کې تر ټولو مهمه خبره هم د امريکا له لورې د طالبانو حکومت د په رسميت پيژندلو خبره ده. هغه په دې اړه چې آیا امريکا به دغه کار وکړي، وويل: «هغوی باید يوه د حل لاره پيدا کړي، د افغانستان د خلکو له پاره.» عمران خان انديښنه ښکاره او وې ويل تر هغې چې د افغانستان د سياسي برخليک ستونزه نه وي هواره شوي د افغانستان د خلکو ستونزې به ورځ تر بلې پسي ډيري. هغه وايي: «هره ورځ چې موږ له لاسه ورکوو د افغانانو بحران لا پسې ژوريږي.»

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکوي چې راتلونکی کال به له ۹۵ سلنې ډير افغانان د فقر لیکې لاندې ژوند ولريانځور: Tahir Safi/Xinhua/imago stock&people

عمران خان څخه پوښتنه وشوه چې د بایدن ادارې د غړو په ګډون امریکانو په کراتو پاکستان له طالبانو څخه پر ملاتړ تورن کړی او واک ته د طالبانو د رسیدو په مسئله کې يې پاکستان شريک ګڼلی دی چې له کبله يې پر پاکستان د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده، خو عمران خان وويل چې دا هر څه له ابتدا پيښيدونکي ول. 

هغه وويل د افغانستان نيمايي نفوس پښتانه تشکيلوي، له کرښې دې خوا هم په پښتانه پراته دي او دوی هيڅ کله بهرنيان په ځانګړې توګه غیرمسلم نه زغمي. هغه وويل: «پښتنې قبېلې به ښايي په خپلو کې جنګ وکړي، خو د پرديو په مقابل کې یو موټي کيږي.»

هغه زیاته کړه چې ورته وضعیت د پاکستان خوا ته هم موجوده چې په دې ارتباط ېې پاکستاني طالبانو څخه یادونه وکړه چې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.

خان وويل: « زه په ۲۰۰۸م کال کې امریکا ته ولاړم هلته مې له جو بایدن، جان کري او له سناتورانو سره ولیدل... هغوی ته مې دغه مسائیل تشريح کړل، خو امریکايان د افغانانو په اړه هيڅ معلومات نه درلودل.»

طالبان له افغانستانه د امریکايي او ناټو قواوو په وتلو سره، شل کاله وروسته یو ځل بیا واک ته ورسيدلانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

عمران خان زیاته کړه په ۲۰۱۰ کې چې کله د پاکستان د پوځ مشر، جنرال کياني په امريکا کې له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره ولیدل هم دغه خبره یاده کړه چې د افغانستان مسئله پوځي حل نه لري. هغه ورته وویل: «څنګه چې تاسو له افغانستانه ووځي افغان پوځ به خپلې وسلې پر ځمکه کيږدي. جنرال کیاني ورته وويل چې تاسو به هلته جنجال پريږدئ او د هغه بد عواقب به موږ پاکستان وينو، خو هغوی په دې خبرو نه پوهيدل.»

د پاکستان صدراعظم وايي چې امریکایان د افغانانو د کلتور او تاریخ په اړه معلومات نه درلودل، بلکې هغوی به دا ویل چې هلته دموکراټيک حکومت جوړ کړي، افغان میرمنو ته يې آزادي ورکړې او داسې نور، خو کله چې دا هر څه د تمې خلاف يو په یو سقوط شول ټول يې حیران کړل. هغه وويل: «تاسو ولیدل چې په سنا کې ډيرې پوښتنې راپورته شوې، خو دوی ورته هيڅ ځواب نه درلود.»

د عمران خان په خبره چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې نه يوازې چې طالبانو وځپل شول بلکې دغه ډله د وخت په تيریدو سره لا پسې ځواکمنه شوه او بلاخره وتوانیده چې شل کاله وروسته بیرته واک ترلاسه کړي.

س.م/م.ک.ص./ا.خ.ح.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب